روزګان کې د بادامو یو‌شمېر بڼوال وايي چې دغه ولایت کې سږکال د وچکالي له کبله د بادامو نیمايي باغونه له‌منځه تللي دي.

بڼوال زیاتوي چې د تېرکال په پرتله یې د بادامو په حاصلاتو کې د پام وړ کموالی راغلی او د اوبو نشتون له کبله نږدې نیمايي باغونه له‌منځه تللي چې دوی ته یې مالي زیانونه اړولې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

یاد باغ‌لرونکي له حکومته د لاسنیوي غوښتنه کوي. د روزګان یوه بڼوال ګل‌محمد سلام‌وطندار ته وویل: «د بادام حاصلاتو کې سږکال کمبود راغلی او وچکالی وه. د اوبو له امله پروسږ کال د برمو اوبه نه‌دي وچې شوي، سږکال دا دی نیمایې ته ښکته شولې، د بادمو حاصلات خو نیمايي وچ شول، تېرکال بادامو پنځه خرواره کول، سږکال پر څلور ودرېدل.»

په ورته مهال یوه بل بڼوال حمیدالله بیا وايي چې د بادامو باغ به یې تر څلورو خروارو حاصل ورکاوه، خو سږکال دوه خرواره هم نه‌شي پوره کولای. هغه لامل یې د اوبو کمښت بولي.

هغه وویل: «زیات بادام مو وچ شول. موږ هغه دي کښلي دي، نو زموږ مشکلات ټول د اوبو له امله دي. موږ د مقاماتو څخه غوښتنه ده چې موږ ته زمینه برابره کړي چې بادام په راتلونکې کې د دې مشکله څخه خلاص شي.»

روزګان کې د بادام یو‌شمېر پلورونکي هم وايي چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال دغه ولایت کې د بادام حاصلات د پام وړ کم شوي چې ورسره د دوی کاروبار هم پیکه شوی دی.

د بادام یوه پلورونکي محمدعوض سلام‌وطندار ته وویل: «باغوانانو چې به پخوا اته خرواره بادام راوړل، سږکال درې خرواره راوړي. دوی وايي چې زموږ باغونه دونه کمبود وکړ، د وچکالي له امله یې کړی، په قیمت سره ښه دي، تر پروسږکال یو سل او دوه ګران دی، ځکه چې بادام نشته کمبود دی.»

د روزګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان که څه هم د بڼوالو ستونزې تاییدوي، خو په وینا یې، د بڼوالو ستونزو ته یې رسېدنه کړې او خپلو هڅو ته به دوام ورکړي.

د روزګان د کرنې ریاست ویاند عبدالمنان فاروقي وویل: «رشتیا هم د بزګرانو ستونزه پر ځای ده او موږ یې مشکلاتو ته رسېدګي هم کړې. د نباتاتو د صحت د دوا په هکله مو د دوی سره هرراز همکاري کړې او پاتې شو دا چې باغونه یې د وچېدو سره مخ دي، هغه ځکه چې روزګان کې تېرو څو کلونو راهیسې وچکالی روانه ده او د بادام ونې ډېرو اوبو ته اړتیا لري، نو د نه اوبه کېدو په صورت کې وچیږي.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د روزګان د کرنې ریاست د معلوماتو پر بنسټ، دغه ولایت کې پر ۵۹۹۰ هکتاره ځمکه د بادام باغونه شته چې سږکال ترې ۲۳زره او ۹۶۰ ټنه د بادام حاصل ترلاسه شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام