Asset 1SWN

د کابل بادام‌باغ کې د کرنیزو محصولاتو ۲۸م نندارتون پرانېستل شو

2cd8ca60-e5d2-4462-98be-08d227f3ed5e

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د کرنیزو محصولاتو ۲۸م نندارتون نن چهارشنبه د کب ۲۴مه د کابل په بادام‌باغ کې پرانیست چې څلور ورځې به دوام وکړي.

ټاکل شوې دغه نندارتون کې ۲۶۳ غرفو کې چې ۵۶ یې د ښځو لپاره ځانګړي شوي، کرنیز محصولات، لاسي صنایع، د کرنې برخې ماشین‌ري، نباتات او طبي بوټي نندارې ته وړاندې شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

چارواکي د دغه نندارتون د جوړېدو موخه، د کرنې سکټور پیاوړتیا، د کرنیزو محصولاتو لپاره بازار موندنه او د کروندګرو هڅول بولي.

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ سرپرست عطاالله عمري وویل: «دغه نندارتون د دې لپاره دی چې د کروندګرو او کرنې وزارت لاسته‌راوړنې نندارې ته وړاندې کړو، څو کورني او بهرني سوداګر پوه شي چې موږ د کرنې برخه کې څه لاسته‌راوړنې لرو.»

په ورته مهال د کرنې وزارت مرستیال بازمحمد فیضان د دې نندارتون پرانیستې مراسمو کې غوښتنه وکړه چې د اوبو مهار لپاره دې بندونه جوړ او کرنې ته دې ځانګړې پاملرنه وشي. د نوموړي په وینا، «که د هېواد کرنې ته پام وشي، راتلونکو کلونو کې به ډېرې لاسته‌راوړنې ولرو.»

د کرنیزو محصولاتو نندارتون داسې مهال جوړېږي چې افغانستان روان کال د وچکالۍ دوام او بېلابېلو ولایتونو کې ویجاړونکو سېلابونو سره مخ وو چې کروندګرو ته یې سخت زیانونه واړول.

د یاد نندارتون یوه ګډونوال همایون وویل: «تېر کلونه ښه وو، ډېر خلک به نندارتون ته راتلل او پیسې وې او خلکو به توکي پېرل. خو اوس څه نشته، ځکه د خلکو اقتصاد کمزوری دی.»

له دې سره دغه نندارتون کې ګډون‌کوونکې ښځې د هېواد په اقتصادي وده کې د دوی د لا زیاتې ونډې اخیستو په موخه د ښځو لپاره د زیاتو کاري زمینو برابرولو غوښتنه کوي.

ناجیه هغه مېرمن ده چې د یوې کارخونې په جوړولو سره یې شاوخوا ۵۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

هغه اقتصاد او کرنه کې د ښځو فعالیتونو ته د لا زیات پام غوښتنه کوي. نوموړې وویل: «باید داسې پروګرامونو کې ښځې وهڅول شي، څو ښځې په ځان‌بسیا شي، ځکه ډېری ښځې اړتیا لري چې کار وکړي او خپلې کورنۍ ته ډوډۍ پیدا کړي.»

د یادونې ده چې تېرو کلونو کې افغانستان کې د کرنې برخه کې پانګونې سربېره، اوس هم دغه برخه کې ډېری کارونه دودیزه بڼه مخ ته وړل کېږي او د میکانیزه کولو لپاره یې ګټور ګامونه نه دي اخیستل شوي.

کروندګر او د کابل بادام باغ کې د کرنیزو محصولاتو د نندارتون ګډونوال د کرنې پر صنعتي کولو ټینګار کوي او له کروندګرو څخه د ملاتړ غوښتنه کوي.

کابل کې د مېوې د تولیدونکو ټولنې مرستیال عبدالرحمان ناصري وویل: «د افغانستان په ډېری ولایتونو کې د کرنیزې ټولنې او انجمونونه جوړ شوي، خو همکاري ورسره نه کېږي. هیله لرو چې د کرنیزو محصولاتو لپاره د بسته‌بندي او پروسس معیاري مرکزونه جوړ شي، څو محصولات مو ښه او د له‌منځه تلو مخه یې ونیول شي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې د افغانستان ګڼ‌شمېر کرنیز محصولات هرکال د سړو خونو نه‌شتوالي له کبله له‌منځه ځي او یا هم په ډېره کمه بیه ګاونډیو هېوادونو ته صادرېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام