Asset 1SWN

سور صلیب: کابل کې د دماغي فلج ناروغانو شمېر ۵۰سلنه لوړ شوی

bd584555_1_0

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي چې د ۲۰۲۲ کال د یوولسم میاشتو پر مهال کابل کې د ماشومانو د دماغي فلج کچه لوړه شوې ده.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې نن چهارشنبه د مرغومې ۲۱مه په یوه راپور کې ویلي چې کابل کې د تېر ۲۰۲۱ کال په پرتله ۲۰۲۲ کال کې پر دماغي فلج د اخته ماشومانو شمېر ۵۰سلنه لوړ شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یادې کمېټې د معلوماتو پر بنسټ، ۲۰۲۱ کال کې ۱۱۲۵ ماشومانو پر دماغي فلج اخته شوي وو، خو ۲۰۲۲ کال دغه شمېر ۱۶۷۳ ته ختلی دی.

په راپور کې همداراز بې‌وزلي، د روغتیايي پوهاوي نشتوالی، له وخت وړاندې زېږون او اومېندواري له هغو لاملونو یاد شوي چې له امله یې ماشوم پر دماغي فلج اخته کېږي.

دماغي فلج هغه ناروغي‌ ده چې د ماشومانو ماغزه زیانمنوي او د ودې مخه یې نیسي. پر دغه ناروغۍ اخته ماشومان د عضلاتو کنټرول له لاسه ورکوي او د عضلاتو پر حرکت او توازن اغېز کوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د سره صلیب نړیوالې کمېټې همداراز ویلي چې هره میاشت په کابل کې د یادې کمېټې تر ملاتړ لاندې د دماغي فلج مرکز کې د نږدې ۱۰۰ ناروغانو درملنه کېږي او په وینا یې، سلګونه ناروغان لا هم درملنې ته په تمه دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام