Asset 1SWN

کابل کې په ارزانه بیه د توکو د پلور «ځانګړی بازار» پرانېستل شو

cfc865fb-f58b-493a-a97b-9c9b0b73bad4

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ ټولنې نن چهارشنبه د وري ۲۳مه د کابل تیمورشاهي سیمه کې په ارزانه بیه د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د پلور لپاره د «ارزان بازار» په نوم بازار پرانېست چې لس ورځې به دوام وکړي.

د یادې ټولنې رییس نثاراحمد بهبودي سلام‌وطندار ته وویل چې دغه بازار یې د اختر شپو او ورځو کې په ارزانه بیه د توکو پېر لپاره خلکو ته جوړ کړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه وویل: «د افغانستا د صنعت او سوداګرۍ ټولنې د کورنیو محصولاتو او تولیداتو د ارزانه پلور لپاره د کابل تمیورشاهي سیمه کې د لسو ورځو لپاره جوړ کړی چې خلک وکولای شي د اختر شپو او ورځو کې په ارزانه بیه توکي وپېري.»

په ورته مهال د کابل ښاروالي مسوولان وايي چې د پلازمېنې په بېلابېلو ځایونو کې د ورته بازارونو جوړول به د توکو د بیو ټېټېدو کې اغېز ولري.

د کابل ښاروالي د فرهنګي چارو رییس ولي‌ګل جواد وویل: «ښاروالي هڅه کوي چې هټۍ‌وال خپل توکي د اختر په شپو او ورځو کې په لوړه بیه خرڅ نه کړي، خو هټۍ‌وال توکي په لوړه بیه پلوري او د ورته بازارونو جوړېدل به د بیو کمېدو کې اغېزمن ثابت شي.»

بل‌خوا «ارزان بازار» کې یو‌شمېر پلورونکي وايي چې د دغه شان بازارونو جوړېدل لامل کېږي چې توکي یې په چټکۍ وپلورل شي.

دغه بازار کې یو پلورونکی مجیب سهار وویل: «دغه بازار کې توکي له ۱۰،۲۰ او تر ۳۰سلنه پلورل کېږي او یاد بازار کې زموږ ګډون لامل شوی چې محصولات مو په غوره توګه خرڅ شي.»

کابل کې جوړ شوي ارزان بازار کې د ښځو حضور هم د پام وړ دی. خدیجه نوري چې خپل لاسي توکي یې دغه بازار کې پلور ته ايښيي، د ښځو لپاره د دایمي بازارونو د جوړېدو غوښتنه کوي.

هغې وویل: «د ښځو لپاره مو لباسونه راوړي چې ګل‌دوزي، خامک دوزي، ترشي باب او وچه مېوه مو په لوړ کیفیت دلته راوړې ده.»

کابل کې د ارزان بازار په نوم جوړي شوي بازار ته ورغلي کسان هم وايي، کولای چې د اختر لپاره دغه بازار کې توکي په ارزانه بیه وپېري. خال‌‌محمد وویل: «دغه بازار د خلکو لپاره ډېر ګټور دی او هټۍ‌وال په ارزانه بیه توکي پلوري چې خلک هم کولای شي، ډېر توکي وپېري.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ ټولنې د معلوماتو له مخې، دغه بازار کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د پلور لپاره ۳۰۰ غرفې اېښيي چې څه باندې ۱۰۰ غرفې یې د ښځو لپاره دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام