د روغتیايي امکاناتو نشتون په اړه شکایتونه؛ روغتیا وزارت: راتلونکي کال ته چمتووالی لرو

د یوشمېر لرې پرتو ولایتونو اوسېدونکي داسې مهال روغتیايي امکاناتو ته د نه لاسرسي په اړه ګیله کوي چې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې ۱۷ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانان په روان زېږدیز کال کې روغتیايي مرستو ته اړتیا لري.

د ښځو کار مخنیوي ته غبرګونونه؛ ا.ا: ټول اړخونه باید دې پرېکړې ته درناوی ولري

د ملګروملتونو دفترونو کې د ښځو کار مخنیوي په غبرګون کې دغه سازمان تازه په یوې ویناپاڼه کې ویلي، ا.ا دوی اړ باسي چې یا افغانستان کې خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي، یا د دغه سازمان د قوانینو او اصولو څخه سرغړونه وکړي. د ملګروملتونو ویناپاڼه کې دغه دوه ټاکنې وحشت‌ناکه بلل شوي او ا.ا یې د پایلو مسوول یاد کړی دی.

د سیمې هېوادونو ته د توماس وېسټ تازه سفرونه؛ شنونکي: بې‌پایلې دي

د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېست قطر، عربي متحده اماراتو او ترکیې هېوادونو ته سفرونه پیل کړي دي. له دې سره، اسلامي امارت ته نږدې سیاسي فعال محمدبشار بیا وايي، امریکا اسلامي امارت سره د مثبت تعامل لپاره اراده نه‌لري.

کابل کې په ارزانه بیه د توکو د پلور «ځانګړی بازار» پرانېستل شو

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ ټولنې نن چهارشنبه د وري ۲۳مه د کابل تیمورشاهي سیمه کې په ارزانه بیه د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د پلور لپاره د «ارزان بازار» په نوم بازار پرانېست چې لس ورځې به دوام وکړي.

د یادې ټولنې رییس نثاراحمد بهبودي سلام‌وطندار ته وویل چې دغه بازار یې د اختر شپو او ورځو کې په ارزانه بیه د توکو پېر لپاره خلکو ته جوړ کړی دی.

تېر کال هېواد ته د ۱۰۰۰ ټانکره بې‌کیفیته تېلو د واردولو مخه نیول شوې

د سټنډرډ ملي ادارې مسوولانو نن کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل چې تېر ۱۴۰۱ کال کې یې هېواد ته د بېلابېلو بې‌کیفیته توکو د واردولو مخه نیولې ده.

د یادې ادارې سرپرست فیض‌الله تمیم یادې خبري ناستې ته وویل چې د ستنډرډ ملي ادارې د تېر کال پرمهال د بې‌کیفیته نفتي موادو ۱۰۰۰ ټانکرونه بېرته مصدرد کړي دي.