Asset 1SWN

د سیمې هېوادونو ته د توماس وېسټ تازه سفرونه؛ شنونکي: بې‌پایلې دي

04020000-0aff-0242-ddf4-08daa9cd935d_cx57_cy5_cw42_w1200_r1

د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېست قطر، عربي متحده اماراتو او ترکیې هېوادونو ته سفرونه پیل کړي دي.

په خبرپانه کې ویل شوي چې د دغه سفر پر مهال به توماس وېسټ د یادو هېوادونو له چارواکو او مېشتو افغان سوداګرو، سیاسي مشرانو، ژورنالیستانو، د بشري حقونو ملاتړو او فعالانو سره لیدنو کې د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د خبرپاڼې یوه برخه کې راغلي:«وېست د سیمې هېوادونو ته په سفر سره غواړي د یادو هېوادونو د چارواکو لیدلوری ترلاسه کړي. نړیواله ټولنه دامهال د افغانستان ستونزو ته د حل‌لارو موندلو هڅه کوي، خو د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار د اسلامي امارت محدودیتونو وضعیت نور هم ترینګلی کړی.»

په ورته وخت کې د چارو شنونکی طارق فرهادي وايي، د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ټام وېسټ سفرونه به د هېواد په روان وضعیت کې کوم بدلون رامنځته نه‌کړي.

هغه سلام‌وطندار ته وویل: «زه فکر کوم چې د وېسټ دغه سفر به د نورو په څېر بې‌پایلې وي. دوی باید اسلامي امارت سره خبرو ته کېښني. د ښځو پر کار او زده‌کړو محدودیت لرې کړي او د اوسني حکومت ستونزې حل شي. نورو ته سفر او ناستې پایلې نه لري.»

بل‌خوا سیاسي فعال سیدضیا حسیني هم وايي، توماس وېسټ د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو رانږدې کېدو او افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتو په اړه پر ولسمشر جوبایډن د جمهوري غوښتونکو د فشار په دلیل قطر، عربي متحده اماراتو او ترکیې په سفر تللی دی.

هغه زیاته کړه چې د جو بایډن په مشري له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو بې‌پلانه وتل لامل شوي چې جمهوري غوښتونکي دغه موضوع لویه وښايي او په وینا یې، دغه چاره لامل شوې چې بایډن لاس په کار شي.

نوموړي وویل: «تېرو دوو کلونو کې سیاسي لوبه له مالي ملاتړ سره یوځای وه، دا چې موږ دې د توماس وېسټ سفر ته خوشبینه واوسو چې اسلامي امارت سره به اړیکې بدلون ومومي او تغییرات به راشي، تراوسه مو نه لیدلې او نه به یې ووینو.»

له دې سره، اسلامي امارت ته نږدې سیاسي فعال محمدبشار بیا وايي، امریکا اسلامي امارت سره د مثبت تعامل لپاره اراده نه‌لري.

د نوموړي په وینا، امریکا له اسلامي امارت سره د تعامل پر ځای د افغانانو پر وړاندې د دسیسو جوړولو لار خپله کړې او له زور او فشار څخه استفاده کوي.

هغه همداراز وویل چې امریکا د اسلامي امارت پر مشرانو د سفر بندیزونو سربېره، اقتصادي او سیاسي بندیزونه هم لګولي دي. نوموړي وویل: «د اسلامي امارت استازي دې ناسته کې ګډون لري او بې‌پایلې دي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي داسې مهال د هېواد د سیاسي بحران د حل لپاره سیمې ته سفر پیل کړی چې د ملګروملتونو ادارو کې پر ښځینه کارکوونکو د بندیز له امله د نړیوالې ټولنې او اسلامي امارت ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام