Asset 1SWN

توماس وېسټ پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په اړه غږېدلی

FeZMBsVaYAEIJys

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ پاکستان ته سفر کړی او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره یې د افغانستان په اړه بحث او خبرې کړي دي.

توماس وېسټ، پاکستاني چارواکو سره د لیدنې پر مهال افغانستان کې د ښځو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او له نړیوالې ټولنې يې غوښتي چې اړمنو او بې‌وزلو سره مرستې زیاتې او لومړیتوب ورکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي: «افغانستان کې هغه مېرمنې چې سرپرست نه‌لري له ګڼو ستونزو سر مخ دي، نجونې له زده‌کړو ګرځول شوي، د ناهیلۍ ترڅنګ شدید روحې او روانې حالت سره مخ دي.»

په همدې حال کې د پوهنتون استاد محبوب محق وايي، امریکا په نړیواله کچه د خپل له لاسه تللي باور د بېرته ترلاسه کولو په لټه کې ده.

د نوموړي په وینا، د اسلامي امارت له لوري هېواد کې د ښځو او نجونو پر کار او زده‌کړو محدودیت ته دا د امریکا لومړی غبرګون دی او غواړي خپل بایللی اعتبار ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې د ښځو حقوقو فعاله مسعوده کُرخي وايي، دا لیدنې نمایشي بڼه لري او د ښځو اوسني وضعیت ښه‌کېدو کې کومه مرسته نه‌شي کولای.

د مسعودې کُرخي په وینا، هر کله چې دغه چارواکي خپل سفرونه پیلوي، هېواد کې دننه د ښځو پر وړاندې محدودیتونه زیاتېږي. هغې سلام‌وطندار ته وویل چې امریکا او نړیواله ټولنه د ۳۵ میلیونه افغانانو په اړه بې‌تفاوته ده.

نوموړې زیاته کړه: «که ټولې ښځې ژوندۍ په ګور شي، نو دوی یې اړه  بې‌تفاوته دي.»

په همدې حال کې، د پوهنتون استاد او د نړیوالو اړیکو شنونکی سیدشفیق الله سادات وايي چې دغه ډول لیدنې او سفرونه د امریکا په سیاست کې ځای نه لري، دا یوازې ډیپلوماتیک تشریفات دي.

د هغه په وینا، که امریکا او پاکستان په جدي توګه وغواړي اسلامي امارت دې ته قانع کولای شي چې خپلې پرېکړې بدلې کړي.

بل‌خوا سیاسي فعال او اسلامي امارت ته نږدې کس سیدذکرالله هاشمي وايي، هیڅ ډول فشار پر ملي ګټو او اسلامي شریعت اغېزه نه‌لري او نړۍ اړ ده چې اسلامي امارت سره تعامل وکړي. د هغه په وینا، امریکا تېرو شلو کلونو کې دا تجربه کړې او باید تعامل وکړي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې ټام وېسټ په داسې حال کې ځینو هېوادونو ته سفر پیل کړی چې له دې وړاندې افغانستان ته د ملګروملتونو پلاوي سفر پرته له کومې لاسته راوړنې پای ته ورسېد.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام