د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ټامس وېسټ وايي، له پخواني جمهوري نظام سره د ا.ا د سولې خبرواترو پر مهال اصلي واک د کوټې شورا سره و او همدا لامل و چې هغوی په زوره واک ته د رسېدو لاره غوره کړه.

ټامس وېسټ وايي، د دوحې ډلې نه غوښتل چې په زوره واک ترلاسه کړي، خو په وینا یې، د کوټې شورا بریالۍ شوه او په زوره یې واک ترلاسه کړ.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي نن چهارشنبه په واشنګټن کې د نړیوالو سټراټېژیکو مطالعاتو بنسټ کې د وینا پر مهال ویلي چې د سولې خبرواترو پر مهال ا.ا یوه خوله نه و او په خبره یې، یوې ډلې په دوحه کې له دوی او پخواني حکومت سره مذاکرات کول او بله چې تصمیم‌نیوونکې وه، په کوټه کې ناسته وه.

وېسټ ویلي، د پخواني جمهوري نظام د سولې شورا د افغانستان د اساسي قانون پر پلي کېدو، د جمهوريت دوام او په واک کې د ټولو لوریو پر ګډون ټینګار کاوه چې د ده په خبره، «دا عملي نه وو.»

هغه د ا.ا د چارواکو ترمنځ اختلاف په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې هغوی د نظر اختلاف سره لري.

ټامس وېسټ داسې مهال د ا.ا د چارواکو ترمنځ د اختلاف خبره تاییدوي چې پرون د ګرځندوی ورځې د نمانځنې غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي او د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت سرپرست محمدخالد حنفي ترمنځ د نجونو زده‌کړو پر سر لفظي ناندرۍ را پورته شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ټامس وېسټ زیاتوي چې د پخواني جمهوري نظام له سقوط او واک ته د ا.ا له رسېدو راهیسې یې له افغانستان سره ۱،۱ میلیارډه ډالره بشري مرستې کړې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام