وېسټ: د کوټې شورا بریالۍ شوه، په زوره یې واک ترلاسه کړ

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ټامس وېسټ وايي، له پخواني جمهوري نظام سره د ا.ا د سولې خبرو پر مهال د کوټې شورا تصمیم‌نیوونکې وه او په زوره یې واک ته د رسېدو لاره غوره کړه. وېسټ وايي، د دوحې ډلې نه غوښتل چې په زوره واک ترلاسه کړي، خو په وینا یې، د کوټې شورا بریالۍ شوه او په زوره یې واک ترلاسه کړ.

حکومت ته د ۵۰۰ خبریالانو اعتراض‌لیک؛ «اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون دې عملي شي»

د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون نن په یوه خبري غونډه کې د سپټمبر ۲۸مې یا اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیوالې غونډې په مناسبت له ۵۰۰ نه د ډېرو خبریالانو لاسلیک شوی اعتراض‌لیک له رسنیو سره شریک کړ.

د امنیت‌شورا غونډې ته غبرګونونه؛ شنونکي: افغانستان د ابزار په توګه استفاده کېږي

د ا.ا په واکمنېدو سره د افغانستان د وضعیت په تړاو د سیمې او نړۍ په کچه لویې او کوچنۍ غونډې شوي چې تل له نیوکو سره مخ شوي دي. په تازه‌ګۍ سره امنیت شورا پرون د تلې پنځمه د افغانستان په اړه ناسته وکړه. د یوناما سرپرست ماکرس پوټزل د یوه راپور په خپرولو سره افغانستان کې له روان ناورین څخه اندېښنه څرګنده ښودلې.

کندهار کې سوداګر: پاکستان مو د تازه مېوو موټرو ته د اوښتو اجازه نه ورکوي

په کندهار کې سوداګر وایي، د سپین‌بولدک-چمن پر سوداګریزه لاره پاکستاني چارواکي په یوه او بله پلمه دوی ته ستونزې جوړوي چې دې چارې یې پر سوداګرۍ اغېزه کړې ده. افغان سوداګرو همداراز وايي چې پاکستانی لوری تر ډېره دغه ستونزه هغه مهال رامنځته کوي چې دغه ولایت کې د تازه مېوو د حاصلاتو د راټولولو وخت وي.

افغانستان له روسیې سره د تېلو، ګازو او غنمو د واردولو تړون لاسلیک کړ

د افغانستان د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي چې له روسیې څخه هېواد ته د تېلو، ګاز او غنمو د واردولو تړون یې لاسلیک کړی دی.

رویټرز خبري اژانس پرون سه‌شنبه د تلې پنځمه د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرس نورالدین عزیزي له قوله راپور ورکړی چې دغه تړون د لنډمهال لپاره لاسلیک شوی دی.