د میدان‌وردګ د بدني روزنې امریت مسوولان وایي، د دغه ولایت په بهسودو ولسوالي کې د وز‌لوبې دودیزه سیالي پيل شوي چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د میدان‌وردګ د بدني روزنې امر ذبېح‌الله وهاج سلام‌وطندار ته ویلي، د بدني روزنې امریت د دغه ولایت د وز‌لوبې له پيل شویو سیالیو ملاتړ کوي او هر ډول اسانتیا ورته برابروي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي زیاته کړه چې هڅه کوي د میدان‌وردګ څخه د وزلوبې لوبډله هم رسمي کړي، څو د هېواد د پلامېنې په ګډون په ټول هېواد کې په سیالیو کې ونډه واخلي.

د پيل شویو سیالیو یوه ګډونوال غلام‌رضا حسیني سلام‌وطندار ته وویل چې دغه سیالي هر کال په میدان‌وردګ کې کیږي او سلګونه نندارچیان یې لیدلو ته راځي.

نوموړي پر حکومت په ځانګړې توګه په بدني روزنې ادارې غږ وکړ چې د دوي ملاتړ وکړي، څو دغه ولایت ته لاسته‌راوړني راوړي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

میدان‌وردګ کې د نورو لوبو ترڅنګ د وزلوبې دودیزې سیالي هم ترسره کېږي چې لیدو ته یې د دغه ولایت په ګډون د هېواد له بېلابېلو ولایتونو هم نندارچیان راځي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام