د زابل د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي، له څه مودې راهیسې په دغه ولایت کې د کورونا ویروس پېښې ډېرې شوي او په وینا یې، هره ورځ یوازې په مرکز کلات ښار کې له ۱۷ تر ۲۵ مثبتې پېښې ثبتېږي.

د زابل د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي وایې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه ولایت د عامې روغتيا رياست د کورونا د تشخیص مرکز کې د کورونا ویروس ۸۰ نمونې کتل شوي چې له ډلې یې ۱۷ هغه مثبتې ختلې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، پر کورونا ویروس د تازه اخته شویو کسانو په ډله کې پنځه ښځينه او ۱۲ نارینه شامل دي.

حکیمي د زابل اوسېدونکو ته سپارښتنه کوي چې د دې ناروغي د مخنیوي په پار ځان او د کورنۍ غړي واکسين کړي او په دوامداره توګه ماسک وکاروي، څو هم ځان وساتي او هم د نورو ژوند وژغوري.

دا په داسې حال کې ده چې له تېر شاوخوا یوه کال راهیسې د کورونا ویروس د خپرېدو په اړه خبرونه کم شوي او خلک یې هم د مخنیوي برخه کې هېڅ پام نه کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام