هلمند کې روغتیاپالان او د دغه ولایت یو‌شمېر اوسېدونکي وایي چې د کورونا واکسین د ماشومانو په پرتله لوړ عمر لرونکو کسانو لپاره ډېر اړین دي.

دوی زیاتوي چې د ماشومانو د معافیت سېسټم قوي دی او د کورونا واکسین ته اړتیا نه‌لري. د هلمند د روغتیاپالانو په وینا، هغه لوړ عمر لرونکي چې ناروغۍ و‌لري، پر کورونا له نورو ژر اخته کېږي او اړتیا ده چې د کورونا واکسین ترلاسه کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د هلمند اوسېدونکی میرویس وايي: «د کورونا واکسین خو په عمومي توګه د هغو خلکو لپاره دی چې عمرونه یې زیات وي او هغه ځوانان چې تر اتلسو کالو کم عمر ولري، هغه په ماشومانو کې راځي. د هغو معافیت چې دی قوي دی. هغه واکسین ته ضرورت نه‌لري، ځکه اوس واکسین چې دی په کلیو او ساحو کې چې کورونا ناروغي ډېره شوې، عام خلک اوس په دې خبر دي چې د دې لپاره واکسین شته چې روغتیایي کلینیکو ته مراجعه کوي او واکسین هر څوک کولای شي چې تطبیق یې کړي.»

د همند یو بل اوسېدونکي مهربان سلام‌وطندار ته وویل: «هغه ناروغان چې تر اتلس کلني ښکته عمر ولري، هغو لپاره واکسین کومه خاصه پایله نه ورکوي او دا چې دی لوړ عمر کسانو ته پایله ورکوي، ځکه تر اتلس کلنۍ ښکته عمر کسان چې دي، د هغو معافیتي سېسټم قوي دی او هغه په دې مریضي ډېر نه اخته کېږي. هغه ناروغان چې شکر ناروغي ولري، فشار ولري او د دوی معافیتي سېسټم کمزوری وي، د هغو لپاره واکسین ډېر ګټور دی او اړتیا ده چې واکسین وکړي.»

د هلمند اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي، د لوړ عمر کسان باید طبي لارښوونې تعقیب کړي، څو له کورونا ناروغۍ څخه روغ او خوندي پاتې شي. په ورته وخت کې روغتیايي مسوولان هم ماشومانو ته د کورونا واکسین لګول اړین نه بولي.

د هلمند د کورونا روغتون متخصص ډاکتر عبدالوکیل اکرم وایي، پر کورونا ویروس د ماشومانو د اخته‌کېدو ګواښ ډېر لږ دی او د واکسین تطبیق اړین نه‌دي.

په ورته مهال عبدالوکیل اکرام زیاته کړه، کورونا ناروغۍ څخه د ځان ساتني لپاره اړینه ده چې ماشومانو ټولنیز واټن مراعت کړي او ماسک وکاروي.

نوموړي وویل: «لکه څنګه چې موږ ګورو او په کلینیک کې ورسره مخ یو، تر اتلسو کالو کم عمر لرونکي ځوانانو یا ماشومانو کې د کورونا ناروغۍ د اخته‌کېدو شمېر کم دی. که څه هم واکسین یو کمېکل ماده ده او ځینې کیمیاوي مواد چې بدن ته داخلېږي، اغېز به ولري. د کورونا ناروغۍ لپاره هغه اصلي عمرونه تر ۴۰ کالو لوړ عمرونه دي چې هغه کسان ډېر وخیم حالت ته بیایي، یو واټن باید مراعت شي، لاسونه منظم پرېمنځل شي او ماسک باید وکارول شي.»

د سلام‌وطندار ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د هلمند د کورونا روغتون ډاکتر عبدالوکیل له ټولو هېوادوالو څخه غوښنته کوي چې ټولنیز واټن مراعت او ټولو طبي سپارښتنو ته پام وکړي، څو له دغې ناروغۍ څخه روغ او خوندي پاتې شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام