د هلمند ولایت روغتیايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې ۵ سلنه زیاتې شوې دي.

هلمند کې د کووېډ۱۹ روغتون ولایتي مسوول ډاکتر احمدخان ویاړ وویل، په دې وروستیو کې د کورونا مثبتې پېښې ۵۰ سلنه زیاې شوي چې په وینا یې، یوازې تېر کال کې د کوویډ۱۹ څه باندې  ۲۷۲۹ مثبتې پېښې ثبت شوي چې له امله یې ۱۱۸ ناروغان مړه شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل، هڅه کوي د کورونا ویروس د لا پراخېدو مخه ونیسي او له همدې امله یې مرکز لښکرګاه او ټولو ولسوالیو کې د کورونا ناروغي ګرځنده ټیمونه فعالیت کوي.

نوموړي وویل: «د پخوا په پرتله د کورونا ويروس پېښې ۵۰ سلنه زياتي شوي چې لامل يې د خلکو نه پاملرنه ده. موږ د کورونا ويروس د درملنې لپاره اماده ټيمونه لرو او په دي برخه کې کار کوو د خلکو څخه هم غوښتنه کوو چې کورونا ویروس جدي ونيسي.»

هلمند کې روغتیايي مسوولان له خلکو غوښتنه کوي چې د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره روغتیايي سپارښتنو ته جدي پام وکړي.

په ورته مهال د هلمند یو‌شمېر اوسېدونکي د کورونا ویروس د مثبتو پېښو زیاتېدو څخه اندېښنه ښيي او وايي، روغتیايي بنسټونه دې د دغه ویروس د مخنیوي لپاره خلکو ته واکسین تطبیق او دغه پروسه دې پراخه کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د هلمند اوسېدونکي همدارنګه له روغتيايي چارواکیو غوښتنه کوي، چې د کورونا ويروس د کنټرول لپاره خلکو ته د عامه پوهاوي په برخه کې پرګرامونه زيات کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام