د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، په بریا سره د کورونا ويروس د لومړۍ او دویمې څپې له تېرېدو سره سره بیا هم د دغه ويروس خپرېدل مخ په پراخېدو دي.

د دوی په وینا، شاوخوا یوه میاشت وړاندې هېواد کې پر کوویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر به له لسو یا شلو کسانو څخه کم و، خو په دې وروستیو کې دغه شمېر په منځنۍ کچه د ورځې له ۹۰ تر ۱۴۰ مثبتو پېښو پورې رسېږي.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال میرویس علي‌زی وايي، هېواد کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې مخ په زیاتېدو دي او په ننګرهار، هرات، کندهار او کابل ولایتونو کې تر ټولو زیاتې د کورونا ویروس پېښې ثبتېږي. د هغه په خبره، د کورونا له امله د مړینې شمېر هم په منځنۍ کچه د ورځې له ۴ تر شپږو کسانو پورې دی.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال زیاتوي، د ورځې له ۱۵۰۰ څخه تر ۲۵۰۰ پورې په روغتیایي مرکزونو کې د کورونا وېروس شکمنې پېښې ګوري چې له ۹۰ تر ۱۴۰ پورې د کتل شویو شکمنو پېښو پایله مثبته راوځي.

نوموړی د هېواد د پولو تړلو په اړه وایي، پر دې موضوع کار کوي او په وینا یې، د عامې روغتیا وزارت له خوا تر اوسه په دې اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال میرویس علي‌زی وایي، د ۱۴۰۰ لمریز کال په پلان کې د درملنې تشخیص او عامه پوهاوي لپاره ټول اړین چمتووالی نیول شوی او د اکسېجن د کارولو لپاره یې د کسانو روزلو چارې ګړندۍ کړې دي.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست نن د ولایتونو د عامې روغتیا له رییسانو سره غونډه کې ویلي، هېواد کې د کورونا وېروس د درېیمې څپې مخنیوي او د مقابلې لپاره له هند څخه افغانستان ته د هوایي الوتنو درېدل، له ایران او پاکستان سره پر تګ‌راتګ بندیز لګېدل، د شپې له خوا پر ګرځېدو بندیز، د غونډو جوړېدو مخنیوی او د بيړنۍ کمېټې جوړول به دولت ته وړاندیز کړي.

د عامې روغتیا وزارت د مسوولانو په وینا، تر اوسه هېواد کې د انګلیسي ډوله کورونا ۲۴۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په لویه کچه هېوادوال د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې چې ټولنیز واټن ته پام، د ماسک کارول، له ګنې ګونې او راټولېدنې څخه لرېوالی او د نورو اړینو لارښوونو په پام کې نیول په‌کې شامل دي، په پام کې نه نیسي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام