که څه هم د نړۍ په کچه د کورونا ویروس له خپرېدو وړاندې هم افغان کډوال بهر هېوادونو کې ګڼو ستونزو سره مخ وو، خو د دغه ویروس له خپرېدو را وروسته، د هغوی وضعیت نور هم سخت شوی دی.

ترکیې، ایران او اروپايي هېوادونو کې یو شمېر افغان کډوال وايي، دغو هېوادونو کې کاري محدودیتونو سره مخ دي او روغتیايي امکاناتو ته بشپړ لاس‌رسی نه لري چې هغوی یې ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

د دغو کډوالو په وینا، له کوم وخت راهیسې چې کورونا ویروس خپور شوی، ترکیې او فرانسې کې د کار کولو زمینې ډېرې کمې شوې دي.

له تخاره نقیب‌الله ندیم هغه ځوان دی چې اوس ترکیه کې اوسي. نوموړی سلام‌وطندار ته وايي، د هرې ورځې په تېرېدو ترکیه کې د افغان کډوالو ستونزې نورې هم زیاتېږي.

یو شمېر نور هغه افغان کډوال چې اروپا کې د کډوالو کمپونو کې اوسي، د کډوالو ستونزو ته په اشارې ټینګار کوي چې وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.

فرانسه کې یو له افغان کډوالو شېر احمد حبیبي چې خپلو ځینو نورو ملګرو سره د کډوالو یوه کمپ کې ژوند کوي، د خپل ژوند حالاتو په اړه داسې وايي: «کوم کسان چې په فرانسه کې په کمپونو کې ژوند کوي، د هغو لپاره شرایط سخت دي. په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره چې نه منل کېږي او د فرانسې له لوري يې دوه ځلې کېسونه رد شوي. که له محکمې قبولي وانه‌خلې، له کمپه دې باسي او کومې پیسې چې درکول کېدې هغه نه درکوي او وایي هر چېرې چې غواړې لاړ شه. فرانسه هېڅکله سړی نه واپس کوي خو محدودیتونه وضعه کوي چې هم هغه مهاجر چې قبولي یې نه ده اخیستې خپل ځان ډیپورټ کړي او یا کوم بل هېواد ته لاړ شي او کور او پیسې یې اخلي.»

په همدې حال کې د کډوالو چارو شنونکي وايي، د ۲۰۲۰ کال لومړیو کې کله چې د افغانستان، ایران، سوریې او د عراقي کډوالو پر مخ د مدیترانې لاره وتړل شوه، د ترکیې او المان ترمنځ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو چې ترکیې کې به کډوال نه ساتل کېږي او اروپايي ټولنې هم د دغې هوکړې پر وړاندې پولي (پیسو) ژمنتیا درلوده.

ترکیه کې د کډوالو چارو څېړونکی احمدالله بهاوي سلام‌وطندار ته وايي، د کورونا په راتلو ترکیه کې د دې هېواد شاوخوا ۳۰ سلنه وګړي بې‌ دندو شوي او د افغانستان، سوریې، ایران او عراق په ګډون شاوخوا ۴ میلیونه کډوال له ټولې نړۍ دې هېواد کې ته ورغلي دي.

د بهاوي په وينا، د دې ناروغۍ په خپرېدو کډوالو ته ګڼې ستونزې پيدا شوي چې له ډلې د کاريګرو د کار کمښت دی.

نوموړی زياتوي: «په ۲۰۲۱ کال کې د ملګرو ملتونو سازمان مرسته شوې بوديجه چې د کډوالو د روغتیا لپاره لګول کېږي، راکمه شوې ده. کله چې غواړې کار پيدا کړې، د ترکیې قانون مطابق لومړیتوب خپلو هېوادوالو ته ورکوي، د یوه بهرني کاريګر د ګمارنې لپاره د کار مالک اړ دی دولت ته ډېره مالیه ور کړي.»

دې سره د تخار د کډوالو او بېرته راستنېدونکيو چارو ریاست مسوولان د افغان کډوالو نیوکې پر ځای بولي او وايي، دې وروستیو څو کلونو کې د جګړو او ناامنیو دوام لامل شوی چې ګڼ شمېر هېوادوال له قانوني او ناقانونه لارو بهر هېواودنو ته کډه شي.

د ياد ولايت د کډوالو او بېرته راستنېدونکيو چارو رییس محمد یاسین لبیب وايي:« بهرنيو هېوادونو کې چې کډوالو لپاره کوم محدودیتونه وضعه شوي دا د ناقانونه کډوالۍ ښکارندویي کوي. ځکه هغوی ټولنیزې پالیسیانې نه لري او اقامه هم نه لري، له ستونزو سره مخ کېږي.»

ترکیې او یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو څخه د افغان کډوالو بېرته راستنېدو او په ډله‌ییزه توګه وتو سره هم‌مهاله، د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي، له ایران او پاکستانه زرګونه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان یا د «IOM» شمېرو پر بنسټ، تېره اوونۍ یوازې له ایرانه ۲۶ زره او ۸۰۱ افغانان چې اسناد یې نه درلودل خپل هېواد ته ستانه شوي چې تر هغې مخکې اوونۍ ته په پرتلې ۲۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام