په هېواد کې د ناامنیو او هدفي وژنو ډېروالی لامل شوی چې د رسنیو یوشمېر کارکوونکي او مدني فعالان هېواد پرېږدي.

هدایت‌الله سهیل د رسنیو برخې او مدني ټولنې یو فعال چې د ناامنیو ډېروالي له کبله یې هېواد پرېښی دی. نوموړي سلام‌وطندار ته ویلي، د ناامنیو، ورانکاره ډلو او غلاوو شاهد دی او همدا لامل شوي چې روزل شوي، پر لوړو زده‌کړو سمبال او د دندو لرونکي ځوانان له اوسني ناسم وضعیت ته وتښتي.

هدایت‌الله چې له زده‌کړو وروسته یې نسبتاً ښه دنده هم لرله، خو بیا یې هم له هرې لارې هڅه کړې چې ځان یوه ډاډمن ځای او هېواد ته ورسوي.

هغه د جوزجان ولایت په شبرغان ښار کې زېږېدلی او لوړې زده‌کړې یې هم په دغه ښار کې کړې دي. د نوموړي په وینا، د زده‌کړو پر مهال یې هیله لرله چې دنده ولري او خپلو خلکو ته خدمت وکړي.

د هغه دا هیله لامل شوه چې کابل ته راشي او دلته کلونه له بېلابېلو رسنیو سره او څه موده هم په مهمو دولتي ادارو کې کار وکړي، خو په وینا یې، تر اوسه خپلو لوړو هیلو ته نه دی رسېدلی او د هېواد پرېښودو ته اړ شوی دی.

هدایت‌الله وايي: «په هېواد کې ناامنۍ او چاودنې لامل شوې چې په افغانستان کې ژوند و نشم کړای، خلکو ته خدمت وکړو او د هېواد پرېښودو ته اړ شوم. د ځان ساتل هم فرض دي. سره له دې چې پوهېږو په کډوالۍ کې ډېرې ستونزې دي، خو دا ټولې مې ومنلې. په افغانستان کې مې هم ښه ژوند جوړ کړی و. له پوهنتون نه تر فارغېدو ووسته له ۹ تر ۱۰ کلونو پورې مې کار وکړ، زیار مې واېست، خو دا ټول مې پرېښودل او د ځان خوندي کولو لپاره مې هېواد پرېښود.»

سهیل له یوه کال راهیسې له خپلې مېرمنې او یوه ماشوم سره په ترکیه کې اوسېږي. خو په کډوالۍ کې، څنګه چې سړی غواړي، هغسې کار نه ورته رسېږي. هغه وايي، له هغې ورځې چې ترکیې ته راغلی، د اقتصادي وضعیت جوړولو لپاره یې درانه کارونه کړي دي.

نوموړي له سلام‌وطندار سره په خبرو کې ویلي چې د افغان دولت او طالب ډلې ترمنځ د سولې خبرو ملاتړ کوي او په هېواد کې تلپاتې سوله غواړي، څو بېرته خپل وطن ته راستون شي.

ګڼ‌شمېر افغان کډوال چې په ترکیه کې اوسېږي، هېواد ته د بېرته را تګ هیله لري. دوی له دولت او طالبانو غواړي چې جګړه او ورور وژنه ودروي.

په افغانستان کې اوږده جګړه لامل شوې چې میلیونونه هېوادوال او زرګونه کورنۍ کلونه کلونه له هېواده لرې دي. د افغان دولت د شمېرو له مخې، اوس په ایران، پاکستان او ترکیه کې له ۵ میلیونه ډېر افغانان په سختو شرایطو کې اوسېږي. په دې ډله کې، کم شمېر یې توانېدلي چې له خپلو دوسیو سره اروپايي هېوادونو، امریکا، کاناډا او نورو هېوادونو ته ولاړ شي او څه‌ناڅه ښه ژوند ولري. همدارنګه، نامنظمې کډوالۍ بیا د افغانستان‌-ایران، ایران‌-‌ترکیې او ترکیې-اروپا پر لاره د یوشمېر افغانانو ژوند هم اخیستی چې د کورنیو او خواخوږو پر زړونو یې تلپاتې ټپونه لګولي دي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام