عبدالله: د طالبانو پلمې د سولې خبرو د ځنډ لامل شوي

د ملي روغې جوړې شورا رییس عبدالله عبدالله د طالب ډلې پر مرکچي پلاوي د توندو نیوکو تر څنګ ویلي، د دغه پلاوي له لوري بې‌منطقه پلمې جوړول د سولې دویم پړاو خبرو په پیل کې د ځنډ لامل شوي دي.
نوموړي نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د طالب ډلې مرکچیان پر اصلي موضوعاتو د بحث، د جګړې او تاوتریخوالي پای ته رسولو، مسلمان‌وژنې او د خلکو د درد کمولو پر ځای، پر سفرونو او نورو مسایلو بوخت دي.

د انټوني بلېنکن او خلیلزاد لیدنه؛ افغانستان کې پر تلپاتې اوربند بحث شوی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د افغان سولې لپاره د دغه وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي.
بلېنکن په یوه ټویټ کې لیکلي چې له خلیلزاد سره یې په یاده لیدنه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د امریکا د ساتنې، په افغانستان کې یوې تلپاتې او عادلانه سولې ته د رسېدو او په دغه هېواد کې د یوه بشپړ او تلپاتې اوربند په اړه خبرې کړې دي.