د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د افغان سولې لپاره د دغه وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي.

بلېنکن په یوه ټویټ کې لیکلي چې له خلیلزاد سره یې په یاده لیدنه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د امریکا د ساتنې، په افغانستان کې یوې تلپاتې او عادلانه سولې ته د رسېدو او په دغه هېواد کې د یوه بشپړ او تلپاتې اوربند په اړه خبرې کړې دي.

زلمي خلیلزاد هم په یوه ټویټ کې لیکلي چې په افغانستان کې یې د امریکا متحده ایالاتو د تګلارې د بیاکتنې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته معلومات ورکړي دي. هغه زیاته کړې چې په یاده لیدنه کې د امریکا د مشروطې سټراټېژۍ په اړه هم خبرې اترې کړې دي.

د خلیلزاد په خبره، دا سټراټېژي به په افغانستان کې سوله راولي، د افغانانو لپاره به امن او باثباته راتلونکې تضمین کړي او امریکا او متحدان باید ډاډمن کړي چې له افغانستان څخه یې پر وړاندې کوم ګواښ نه رامنځته کېږي.

په امریکا کې د نوي دولت له جوړېدو سره سم دغه هېواد اعلان وکړ چې له طالبانو سره به د امریکا د سولې هوکړه‌لیک وارزوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې له ولسمشر محمداشرف غني سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي و چې د دوحې هوکړې پر ارزولو بوخت دي، څو په ډاګه کړي چې طالبانو خپلې ژمنې عملي کړي، که نه. طالبانو په یاده هوکړه‌ کې چې د تېر کال په کب میاشت کې د قطر په دوحه کې لاسلیک شوه، ژمنه کړې وه چې له نورو ترهګرو ډلو سره به اړیکې پرې کوي، په افغانستان کې به تاوتریخوالی کموي او دغه راز، له افغان دولت سره به د سولې خبرې اترې پیلوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام