د پنجشېر ولایت محلي چارواکي وایي، په هېواد کې د کورونا ویرووس د درېیمې څپې له پراخېدو سره هم‌مهاله دغه ولایت ته د خلکو پر تګ یې بندیز لګولی دی. د پنجشېر د والي ویاند محمد‌منصور عنابي سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه تصمیم یې د پنجشېر ولایت د نظامي شورا د پرېکړې پر اساس نیولی، څو په دغه ولایت کې د کورونا ویرووس د پراخېدو سربېره پر دې ویرووس د خلکو د اخته کېدو مخ ونیول شي.

د پنجشېر ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولان وایي، د روان کال په وري میاشت کې په دغه ولایت کې له ۴۸۵ شکمنو پېښو څخه ۸ مثبتې وې، خو په غویي میاشت کې بیا له ۶۴۲ شکمنو پېښو څخه ۸۲ یې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌‌پاڼه وڅارئ

د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس شېردل دانش سلام‌وطندار ته ویلي چې د روانې میاشتې په لومړیو دولسو ورځو کې په دغه ولایت کې پر کورونا ویرووس د اخته کسانو ۶۵۷ شکمنې پېښې کتلي چې ۲۴۶ پېښې یې مثبتې ختلي دي.

دانش د پنجشېر ولایت د محلي چارواکو له هغې پرېکړې هم هرکلی کوی چې ویلي يې دي، د دغه ولایت دروازې به د سیلانیانو او هغو کسانو پرمخ تړي چې د چکر لپاره راځي.

د پنجشېرد عامې روغتیا رییس وایي، په دغه ولایت کې د کورونا ناروغانو لپاره د اکسیجن له کمښت سره مخ دی، خو په وینا یې چې د عامې روغتیا وزارت ورته د اړتیا وړ اکسیجن د ورکړې ژمنه کړې ده.

په همدې حال کې هغه کسان چې له پلازمېنې کابل څخه پنجشېر ولایت ته د تفریحې لپاره ورغلي وو، وایي چې امنیتي ځواکونو نه دي پرېښې چې دغه ولایت ته دننه شي. د کابل ولایت دوه اوسېدونکي فرشاد او فرزاد وایي، امنیتي مسوولان د پنجشېر ولایت په دالان‌سنګ سیمه کې خلکو ته اجازه نه ورکوي چې دغه ولایت ته ولاړ شي.



پنجشېر پلازمینې کابل ته څېرمه هغه ولایت دی چې ښېرازې او زرغونې سیمې لري چې ډېری وخت، کورني او بهرني سیلانیان د ګرمۍ په موسم کې د چکر او تفرېحې لپاره ورځي.

د پنجشېر ولایت د سیمه‌ییزو چارواکو د ورکړل شویو شمېرو له مخې، پروسږکال له دغه ولایت څخه د سیلانیانو په ګډون نږدې۱۴۰۰۰۰ کسانو لیدنه کړې وه چې سږ کال هم د دې وړاندوینه شوې چې د کورونا ویرووس له کمښت سره به دغه ولایت ته له ۱۵۰۰۰۰ تر۲لکه کسانو پورې دغه ولایت ته د چکر او تفریحې لپار ورشي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام