د عامې روغتيا وزارت په خپل ورځني راپور کې وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کرونا ويروس ۲۵۶ کسان تازه اخته شوي او ۲۶ کسان مړه شوي هم دي. ياد وزارت ويلي، په همدې موده کې له کرونا ۹۰ کسان ښه شوي هم دي.

د عامې روغتيا وزارت ورځنۍ شمېرې ښيي چې د کرونا د دويمې څپې پيلېدو سره نن د مړو شويو کسانو شمېر تر ټولو ورځو ډېر دی.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ کسان په هرات، ۶ کابل، ۴ په بلخ، ۲ پنجشېر او يو يو په فاریاب او سمنگان ولايتونو کې له کرونا مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت د شمېرو له مخې افغانستان کې د کرونا ويروس له پيله تر اوسه پورې ۴۹ زره او ۷۴۰ کسان پر يادې ناروغۍ اخته شوي چې له دې ډلې ۲۰۰۱ کسان مړه شوي او ۳۸ زره او ۵۰۰ کسان بېرته رغېدلي دي.

له دې سره د هرات ولايت د عامې روغتيا رياست مسوولان هم وايي چې په تېرو دوه اوونيو کې پر کرونا ويروس ۵۳ اخته او ۱۱ شکمن کسان مړه شوي دي.

د هرات د عامې روغتيا رياست وياند محمدرفیق شېرزی سلام‌وطندار ته وايي، له دې سره هرات کې د کرونا ويروس له کبله د مړو شويو کسانو شمېر ۳۴۶ ته ورسېد چې له دې ډلې ۹۸ يې مېرمنې دي.

د نوموړي په وينا، په ياد ولایت کې پر کرونا ويروس د شکمنو کسانو د مړينې شمېر هم ۱۳۸ ته ورسېد چې د کرونا د مثبت‌والي پايله به يې څو ورځې وروسته معلومه شي.

په ورته وخت کې هرات کې مدني فعالان او اوسېدونکي وايي، د مړو شويو رسمې شمېرې له هغو ډېرې دي چې مسوولان يې يادوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام