د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا ویروس له کبله ۱۱ ناروغان مړه شوي دي چې دې سره د ټولو مړو شويو شمېر ۱۹۷۱ ته ورسېد.

ياد وزارت ويلي، په همدې موده کې د کرونا له ۱۶۵۵ شکمنو کسانو د ۳۲۱ کسانو پايلې مثبتې دي چې د ټولو مثبتو پېښو شمېر  بيا ۴۹ زره او ۲۷۳ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت په راپور کې راغلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې همداراز ۵۶ کسان له کرونا ويروسه روغ شوي هم دي.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو ورځو کې د کرونا ویروس رسمي او ورځنۍ شمېرې، هېواد کې په دغه ویروس د اخته کېدو زیاتوالی ښيي.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې افغانستان کې تر نن  ورځې پورې  ۱۶۹ زره ۴۱۳ کسانو د کرونا شکمن موارد ازمايلي دي.

د کرونا ویروس د دويمې څپې د خپرېدو پر مهال ډېر شمېر کسان په دې ویروس اخته شوي چې د عامې روغتیا وزارت ورسره هم مهاله خپله اندېښنه ښودلې او وايي چې که د ګڼې ګوڼې سیمې همداسې پرانیسې پاتې وي، د واده هوټولنه، حمامونه، د لمبېدو حوضونه، د فاتحې مراسمو، په جومات لمونځ او ورزشي کلبونه همداسې په عادي ډول روان وي نو ګڼ شمېر کسان به په کرونا اخته شي.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیالې معصومې جعفري سلام‌وطندار ته وويل، دا چې په دې ورستیو کې د کرونا ویروس د مړینو او اخته کسان شمېر ډېر شوی دوی ورسره په ورته وخت کې کابینې ته دوه وړاندیزونه کړي دي ترڅو په ښارونو کې د ګڼې ګوڼې مخه ونیسي.

جعفري زیاتوي که څه هم کابینې د دوی وړاندیز چې ګڼه ګوڼه دې کمه شي منلی خو لا هم دغه وړاندیز عملي شوی نه دی.

په ورته وخت کې په هرات کې روغتیايي مسولان وايي چې د ګڼې ګوڼې سیمو خلاص پاته کېدل او روغتیايي لارښوونې په پام کې نه نیول هغه ستونزې دي چې که پلې نه شي نو د مړینې او د کرونا مثبتې پېښې به ډېرې شي.

د يادولو ده چې په نړۍ کې بيا پر کرونا ويروس ۷۲ ميليونه او ۱۰۹ زره کسان اخته شوي دي. له دې ډلې يو ميليون او۶۱۱ زره کسان مړه شوي دي او له ۵۰ ميليونه او ۴۹۲ زره کسان روغ شوي دي.

امریکا، هندوستان، برازیل او روسیه په ترتیب سره هغه هېوادونه دي چې په نړۍ کې تر ټولو ډېر پر کرونا ويروس اخته کسان لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام