Asset 1SWN

تر راتلونکيو ۷ مياشتو به افغانستان ته د کرونا واکسين لومړۍ جوپه راورسېږي

4926832_480-ozlrttgf3cmaghkw7uwtl6gg80v2zl5s5f809it4so

 

د عامې روغتيا وزارت وايي، تر راتلونکيو ۷ مياشتو به افغانستان ته د کرونا واکسين لومړۍ جوپه راورسېږي. دغه څرګندونې نن د ياد وزارت وياند اکمل سمسور په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وکړې.

نړیوال بانک او له کرونا ويروس سره د مبارزې نړیوال ایتلاف افغانستان لپاره د کرونا واکسینو د تمویل دوه سرچینې دي او په راتلونکيو دوه کلونو کې به نږدې ۴۰ سلنه افغانان له واکسین څخه برخمن شي.

د عامې روغتيا وزارت وياند د ياد ويروس د دويمې څپې د لوړوالي خبر ورکوي او وايي، افغانستان کې د ياد ويروس په ۴۹مه اوونۍ کې ۱۶۸۷ کسان پر کرونا ويروس اخته شوي.

اکمل سمسور وايي، د تېرې اوونۍ په پرتله د کرونا د مثبتو پېښو شمېر کې ۱۰سلنه زياتوالی راغلی دی.

د کورونا ویروس دويمه څپه افغانستان کې شاوخوا یوه میاشت وړاندې پیل شوه. حکومت په پیل کې د ویروس د مخنیوي لپاره د ودونو تالارونه، ښوونځي او پوهنتونونه وتړل او نن یې په رسمي ډول پنجشېر او ننگرهار ولایتونو کې د بې وزلو کورنیو سره د مرستې لپاره د ملي دسترخوان برنامه په رسمي ډول پیل کړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام