Asset 1SWN

تېر ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۲۸۳ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي او ۱۶ کسان وژل شوي

EdWv8upXoAUUHs1-oz66frgamikh0v55kww5mk9zkwfhmcngw6wjtz72xg

 

د عامې روغتيا وزارت د نن ورځې په راپور کې ويل شوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس له کبله ۱۶ کسان وژل شوي او ۲۸۳ نور کسان پر ياد ويروس تازه اخته شوي دي.

په دې راپور کې همداراز راغلي چې په ياده موده کې ۵۷ کسان بېرته روغ شوي هم دي.

د عامې روغتيا وزارت د راپور پر بنسټ، تازه پېښې په ۲۰ولايتونو کې ثبت شوې دي.

د وژل شويو له ډلې ۸ بدخشان، ۵ هرات، ۳کابل او يو کس هم په زابل کې دي.

د عامې روغتيا وزارت د شمېرو له مخې تر اوسه پورې په ټول هېواد کې  ۴۶زره او ۴۹۸ کسان پر کرونا ويروس اخته شوي دي او يو زر او ۷۷۹ کسان مړه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام