Asset 1SWN

د هرات ۵۰ سلنه زده‌کوونکي پر کرونا ويروس اخته شوي

eb17aac8d3c15a5db1abe999c4400784e9a6e6f4-oww6gu1xohohgflf5pxsgntkx4b16efnzxoi0k5s44

د هرات ولايت د عامې روغتيا رياست وياند محمد رفیق شېرزی سلام‌وطندار ته وايي، له ښوونځيو د دوی د څار ټيم موندنې ښيي چې له ۴۰ نه تر ۵۰ سلنو پورې زده‌کوونکي پر کرونا ويروس اخته شوي دي.

شېرزی زياتوي د دوی څار ټيمونو په ناڅاپي توګه له ۳۵۰ نجونو او هلکانو زده‌کوونکيو د کرونا ټېسټ اخيستی چې له دې ډلې د ۱۵۳ کسانو پايله مثبته پېژندل شوې ده چې د اندېښنې وړ ده.

نوموړی وايي، هغه زده‌کوونکي چې پر کرونا اخته شوي روغتيايي وضعيت يې ښه دی.

شېرزی وايي، په وروستيو دوه اوونيو کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر ډېر شوی دی.

له دې وړاندې د فراه ولايت روغتيايي مسوولانو هم ويلي وو چې ۳۰ سلنه ماشومان چې عمرونه يې له ۵ کلونو کم دي، روغتون ته درملنې لپاره ځي، د کرونا نښې لري.

د فراه ولايت د عامې روغتيا سرپرست مهتاب‌الدین نورزي سلام‌وطندار ته ويلي و چې په هرو ۱۰ ماشومانو کې چې دولتي او شخصي روغتونونو ته درملنې لپاره ځي، د کرونا نښې لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام