Asset 1SWN

افغانستان په لومړي پړاو کې د ۱۶ميلیونه کرونا واکسینو غوښتنه وکړه

coronavirus-2-ozgoppo0toiv6szbhdutvo9pg8iedgyjtj4hvczma0

 

د افغانستان د روغتیا وزارت مسوولان وايي، دوی په لومړي پړاو کې له « Covax Facility» بنسټ نه ۱۶ ميليونه د کرونا واکسين غوښتنه کړې ده. دغه بنسټ له ۱۷۲ هېوادونو جوړ دی چې په نړۍ کې د کرونا واکسین وېشلو ته ژمن دی.

د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي خدماتو د وړاندې کولو مرستیال وحیدالله مجروح سلام‌وطندار ته وايي،

دغه واکسين به د افغانستان ۲۰ سلنه وګړيو ته ورسېږي.

د مجروح په وینا، دوی پلان لري چې بل پړاو کې  له دې د ډېر واکسين غوښتنه وکړي.

د تېرو ۱۵ ورځو شمېرې ښيي چې د کرونا ويروس ګواښ کنټرول کې دی.

د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي خدماتو د وړاندې کولو مرستیال زیاتوي چې په اوسني فصل کې په کابل او هرات کې د کرونا پېښو کې په تدریجي او دوامداره ډول زیاتوالی راغلی دی. د مجروح په وینا، د کرونا د مثبتو پېښو په شمېر کې زیاتوالی د هېواد روغتیايي سیسټم ته یو خبرداری دی.

عامې روغتيا وزارت کې مسوولان وايي، د کرونا ويروس د کنټرول لپاره چمتووالی نیسي.

ياد وزارت له خلکو غوښتي چې د روغتیايي مسوولانو سره د ویروس د کنټرول لپاره کار وکړي او روغتيايي مشورې په پام کې ونیسي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام