کونړ هغه ولایت چې د کرونا وبا یې خلک سخت وځپل. ياد ولايت کې د خلکو کارونه ټکني او په کورونو کې بند پاتې شول. اوس د کونړ ولایتي چارواکي وایي، د کرونا دويمې څپې راتلو لپاره بشپړ چمتو دي.

د ياد ولايت د عامې روغتیا ریس عزیز رحمن ساپي سلام‌وطندار ته وویل چې د عامې روغتیا وزارت له لارښوونو سره يې د دې وژونکې وبا د دويمې څپې لپاره بشپړ تیاری نیولی دی.

د کونړ اوسېدونکی احمدالله  چې د کرونا له لومړۍ څپې ښې خاطرې نه‌لري وايي، که کرونا بیا خپرېږي، حکومت باید له تېرو نیمګړتیاوو زده‌کړه وکړي او د بيا خپرېدو مخه يې ونيسي. 

کرونا وبا ډېرو لپاره له کړاوه ډکه وه، ځینې خو ان د دې وبا په لومړیو کې په رواني ناروغیو اخته شوي وو.  پر دې ناروغۍ اخته کېدل، اقتصادي ستونزې، کورنی تاوترخوالی او يو شمېر نورې ستونزې هغه څه وو چې خلک یې له ډول ډول وګواښل.

عبدالخالق چې د کونړ اوسېدونکی دی، له کرونا وبا د ځان ساتنې په موخه يې ځان او کورنۍ چمتو کړي او وایي، هره کورنۍ باید د ځان ساتنې ټولې لارې زده کړي.
د کونړ د عامې روغتیا ریس عزیز رحمن ساپي سلام‌وطندار ته وویل، دوئ بشپړ چمتو دي چې دا ځل کرونا سره په ښه ډول مبارزه وکړي. د نوموړي په وينا، دا ځل يې تېرو نیمګړتیاوو ته په کتو بشپړ چمتووالي نيولی دی.

خلک په دې باور دي چې که کرونا بیا د تېر په څېر زیاته شي او حکومت لازم تدابیر ونه نیسي شونې ده د تېر په څېر او یا له هغې زيات کسان ووژني.

له تېرو څو اوونیو راپه دې خوا په ټول هېواد کې د کرونا ناروغۍ نوې پېښې زیاتې شوې دي. دا هغه څه دي چې د د دې وژونکې ناروغۍ د دويمې څپې نښې شمېرل کېږي.

کونړ؛ بدلون راډيو


دغه راپور د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ جوړ شوی دی. د منځپانګې مسوولیت یې یوازې د بدلون راډیو پر غاړه دی او د اروپايي ټولنې لیدلوری نه ښيي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام