د کونړ ولایت په دانګام ولسوالي کې د واورې ښويېدنې او توپان له امله ۲۰ کسان تر واورو لاندې شوي چې تراوسه یې د ۱۵ کسانو مړي موندل شوي دي.

باختر خبري اژانس پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې پرون د دانګام په لرې پرته سرحده سیمه « ګوري ګا» کې د واورې ښويېدنې او توپان له امله یو‌شمېر کسان تر وارو لاندې شوي چې تراوسه د ۱۵ کسانو جسدونه موندل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نجیب‌الله سلام‌وطندار ته وویل چې په توپان کې د ایسارو کسانو د ژغورنې لپاره سیمې ته یو‌شمېر مرسته کوونکي ورغلي دي. د هغه په وینا، واورو شل کسان لاندې کړي چې تر اوسه د نهو کسانو جسدونه موندل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، تر اوسه روښانه نه ده چې په پېښه کې په ټولیز ډول څومره کسانو ته زیان اوښتی، خو وايي، د معلوماتو تر بشپړېدو وروسته به یې نور جزییات شریک کړي.

د دانګام ولسوالي ځايي اوسېدونکي وايي چې په یاده پېښه کې هغه ډله ځوانان تر واورو لاندې شوي چې غوښتل یې په قاچاقي توګه پاکستان ته واوړي.

بل‌خوا د کونړ یو‌شمېر ځایي اوسېدونکو د ډېرو جزییاتو له شریکو پرته وویل چې تر اوسه د ۱۲ کسانو جسدونه موندل شوي او د نورو کسانو د موندلو هڅې رواني دي. دانګام ډيورنډ پر کرښه د کونړ سرحدي ولسوالي ده چې په لرو سیمو کې يې ډېرې واورې او ورښتونه کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې تېر کې هم د هېواد په بېلابیلو سیمو کې د زیاتو وارو د ورښت او برف‌کوچونو له کبله یو‌شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام