د بدخشان محلي مسوولان سلام‌وطندار ته وايي چې د دغه ولایت د راغستان ولسوالي د «خمبیل» سیمې په «پطیر» کلي کې د واورې ښوېدنې له امله درې کسان مړه شوي دي.

بدخشان کې د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معز‌الدین احمدي زیاتوي چې دغه پېښه پرون وشوه چې له امله یې اته کسان د واورې لاندې ګیرپاتې وو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د احمدي په وینا، په واوره کې ګیرپاتې کسانو له ډلې درېوو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري ژغورل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د دغه ولایت په «تاجیل» ولسوالي کې په یوې ورته پېښه کې پنځه کسان مړه شوي وو او یوشمېر نور ټپیان وو.

بدخشان کې غرونو ته نږدې د کليو ابادي د دې لامل شوې چې هر کال د واورو ښویېدو او برف‌کوچونو له امله د دغه ولایت اوسېدونکو ته ګڼ‌شمېر مالي او ځاني زیانونه واړوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې روان ژمي کې د هېواد په ګن‌شمېر ولایتونو کې د واورو او بارانونو ورښت د تېرو کلونو په پرتله ډېر دی چې له امله یې د لرو پرتو ولایتونو او ولسوالیو لویې لارې تړلي او ګڼ‌شمېر خلکو ته ستونزې پیدا کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام