Asset 1SWN

بدخشان کې د ځمکې ښوویېدنه؛ څلور کلي وران او ۷۲۲ کورنۍ بې‌ځایه شوي

۱۱

د بدخشان د یاوان ولسوالي یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې لاهم دغه ولسوالي کې د ځمکې ښوویېدنې پېښې رامنځته کېږي او خلک د خپلو مېنو پرېښودو په حال کې دي.

د یادې ولسوالي یوه اوسېدونکي نجیب‌الله سرحدي سلام‌وطندار ته وویل، اوس هم دغې ولسوالي کې د ځمکې ښوویېدو ګواښ شته او د ویجاړو شویو او له ګواښ سره د مخ سیمو اوسېدونکي د خپلو کورونو خوشې کولو په حال کې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي وویل، زیانمنو شویو کورنیو سره د مسوولانو له لوري یو څه مرسته شوې، خو خلک سرپناه، خوړو، درملو او پاکو اوبو ته جدي اړتیا لري چې باید ورته رسېدنه وشي.

هغه وویل: «هرې کورنۍ سره یوازې ۵۰۰۰ افغانۍ مرسته شوې، څو خواړه او نورې اړتیاوې پرې پوره کړي، خو د خوړو، البسه، درمل او اوبو مرسته نه ده شوې چې له بده‌مرغه څه باندې ۱۰۰۰ کسان چې ماشومان، ښځې هم په‌کې شته، تر شنه اسمان لاندې شپې او ورځې تېروي.»

د یاوان ولسوالي یوه بل اوسېدونکي حسیب‌الله اکبري وویل، د ځمکې ښوویېدو له امله لسګونه جریبه کرنیزې ځمکې، باغونه، او د اوسېدو کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

دی وايي، د ولسوالي مرکز سره د مرچ، مرکزي مرچ، یدنیل او نواباد یدنیل سیموې ارتباطي لارې قطع شوي او خلک یې مرستو ته اړتیا لري.

هغه وویل: «حکومت راغلی و او غوښتنه مو دا ده چې دا سړکونه جوړ او لارې خلاصې کړي او خلکو ته دې سرپناه او خیمې جوړې کړي چې خلک ټول شي. بل د خوړو کمښت ستونزه ده چې خلک ورته اړتیا لري او باید ورته برابر شي.»

د بدخشان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د پېښو امر محمد کامګار هم وویل، یاوان ولسوالي کې د ځمکې ښوویېدو له امله څلور کلي وران شوي او جدي ګواښ سره مخ دي.

د هغه په وینا، د یادې پېښې له امله تر ۷۲۲ زیاتې کورنۍ بې‌ځایه شوي دي. د بدخشان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې امر زیاتوي چې زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستې لپاره، د مرسته رسوونکو موسسو په همغږۍ موقتي سرپناه‌ووې په پام کې نیول شوي دي.

هغه وویل: «پېښو ته د رسېدو ریاست په هماهنګي مو موسسو ته مسوولیت ورکړی او تمه ده چې یوه اندازه توکي ولېږدول شي او مرستې هم د لېږد حال کې دي. د ځمکې ښوویېدنه اوس هم روانه ده. یو ساعت واټن ترمنځ روانه او درېږي، نږدې ۳۰ تر ۴۰ سانتی او ۵۰ سانتي مټرو ځینې وخت تر یو متر پورې اوس هم روانه ده، ځکه ځینې فصولي مواد چې ځمکه کې دننه دي او هره شېبه د کیمیاوي تعاملاتو له امله ښايي چاودنه وکړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې لومړی درې ورځې وړاندې د بدخشان د یاوان ولسوالۍ «یدنیل» سیمه کې ځمکه وښوویېده او وروسته بیا څلورو کلیو کې دغه پېښه تکرار شوه او خلک یې د خپلو کورونو خوشې کولو ته اړ کړل.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام