حماس د اسراییلي ځواکونو لهخوا په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د فلسطیني ځوان زکریا علي محمدقدیس وژل غندلي او هغه یې «صحرایي اعدام» بللی دی.
حماس په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «د اشغالګر پوځ لهخوا زموږ د فلسطیني ولس پر ضد تکراري صحرایي اعدامونه د صهیونیستي وحشیانه جرمونو له هغه لړۍ سره یوځای کېږي چې په خطرناک ډول مخ په زیاتېدو ده.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دې ډلې زیاته کړې چې دا ډول کړنې به «د فلسطیني ولس اراده کمزورې نهکړي، بلکې یوازې به هغه بیه لوړه کړي چې اشغالګر به یې پرې کوي.»
حماس همداراز له فلسطینیانو او انقلابي ځوانانو غوښتي چې «خپل ولسي خوځښتونه او مقاومت لا زیات پیاوړی کړي او د اشغالګرو ځواکونو او مېشتو یهودي ښارګوټو د اوسېدونکو د کړنو پر وړاندې ودرېږي.»