Asset 1SWN

سلام وطندار

حماس پوځي ویاند: د بې‌وسلې کېدو غوښتنه د منلو نه‌ده

35103ce0-868e-11f0-9e03-99ad5cbcdd73.jpg

د حماس پوځي څانګې ویاند ابو عبیده ویلي چې د دې ډلې د بې‌وسلې کېدو غوښتنه د اسراییلو د روانې جګړې د دوام هڅه ده چې وینا یې، دا د فلسطیني ولس پر وړاندې د «نسل وژنې» معنا لري.

عبیده دا څرګندونې په یوه تلویزیوني وینا کې کړي او ټینګار یې کړی چې د وسلو موضوع په «ساده او بې‌پروا ډول» مطرح کول د منلو وړ نه دي.

هغه زیاته کړه، تر هغه مخکې چې اسراییل د اوربند لومړی پړاو په بشپړه توګه عملي نه‌کړي، د بې‌وسلې کېدو بحث کول نامناسب دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د راپورونو له مخې، د امریکا او قطر په منځګړیتوب رامنځته شوی اوربند له اکتوبر میاشتې راهیسې نافذ دی، خو د وفا خبري اژانس د معلوماتو پربنسټ، تراوسه له ۷۰۰ څخه زیات فلسطینیان په بریدونو کې وژل شوي دي.

همداراز د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا وړاندې شوی د غزې ۲۰ ماده‌ییز پلان، چې هدف یې د جګړې پای ته رسول دي، د همدې موضوع له امله له جدي خنډ سره مخ دی.

حماس منځګړو ته ویلي چې تر هغو به د بې‌وسلې کېدو په اړه خبرې ونه کړي، څو چې اسراییل په بشپړ ډول له غزې نه وځي. عبیده خبرداری ورکړی چې پر مقاومت د فشار راوستل به «ناوړه پایلې» ولري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام