د پوهاوي نه‌لرلو جوزجان کې ښځې د تیتانوس له واکسین محرومې کړي

د ډاکټرانو په باور، سره له دې چې د مېندو او نويو زیږېدلو ماشومانو د مرګونو ناروغیو د مخنیوي لپاره د تیتانوس واکسین تطبیق حیاتي دی، خو جوزجان کې یو شمېر ښځې وایي چې د پوهاوي نه‌لرلو، اقتصادي ستونزو او روغتیايي خدمتونو ته د محدود لاسرسي له امله، تر اوسه له دې واکسین څخه محرومې پاتې دي.

بدخشان کې یوې نجلۍ ۱۵ نورو نجونو ته د کار زمینه برابره کړې

لیلماه هغه ځوانه نجلۍ ده چې څلور کاله وړاندې یې د زرګرۍ او ګاڼو جوړولو کارخونې په فعاله‌ولو سره، د ۱۵ نورو نجونو لپاره چې له زده‌کړو محرومې دي، د کار زمینه برابره کړه.

لیلماه وايي، د دې لپاره چې له بېکارۍ او د زده‌کړو د پرېښودو له رواني ستونزو ځان لرې وساتي، دغه کارخونه یې جوړه کړې، څو له یوې خوا خپله بوخته وي او له بلې خوا، هغو نجونو ته چې د دې په څېر له زده‌کړو محرومې شوي، د کار فرصت برابر کړي.

د ورزش نړیواله ورځ؛ ملګري ملتونه: ورزش یووالی او متقابل درناوی زیاتوي

ملګري ملتونه وایي چې ورزش د نړیوالو موخو په ترلاسه کولو کې مهم رول لري او کولی شي ټولنیزې اړیکې پیاوړې کړي، زغم او یووالي ته وده ورکړي.

یاد سازمان نن (دوشنبه، د وري ۱۷مه) د ورزش د نړیوالې ورځې د نمانځنې په مناسبت پر خپله وېب‌پاڼه لیکلي چې ورزش د دوامدار پرمختګ لپاره ډېر مهم دی.

احمدالشرع دمشق کې له زېلېنسکي سره لیدلي

د اوکراین ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي اعلان کړی چې له سوریې سره د امنیتي او پراختیايي همکاریو د پیاوړتیا لپاره هوکړې ته رسېدلی دی.

زېلېنسکي دمشق ته د سفر پرمهال د سوریې له ولسمشر احمدالشرع سره لیدلي او پر بېلابېلو موضوعاتو یې، خبرې کړې دي.

کندوز کې د ملخانو ضد کمپاین پیل شوی

د کندوز د کرنې ریاست مسوولان وایي چې په دې ولایت کې د ملخانو پر ضد د مبارزې کمپاین په څو ولسوالیو کې پیل شوی، څو د کرنیزو حاصلاتو د زیان مخه ونیول شي.