Asset 1SWN

سلام وطندار

د ورزش نړیواله ورځ؛ ملګري ملتونه: ورزش یووالی او متقابل درناوی زیاتوي

ChatGPT Image Apr 6, 2026, 11_18_05 AM

ملګري ملتونه وایي چې ورزش د نړیوالو موخو په ترلاسه کولو کې مهم رول لري او کولی شي ټولنیزې اړیکې پیاوړې کړي، زغم او یووالي ته وده ورکړي.

یاد سازمان نن (دوشنبه، د وري ۱۷مه) د ورزش د نړیوالې ورځې د نمانځنې په مناسبت پر خپله وېب‌پاڼه لیکلي چې ورزش د دوامدار پرمختګ لپاره ډېر مهم دی.

ملګروملتونو زیاته کړې چې ورزش د روغتیا د ښه‌والي، د جنسیتي برابرۍ د پیاوړتیا، د نابرابرۍ د کمولو او د سوله‌ییزو ټولنو د رامنځته کولو په برخه کې مهم دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ملګروملتونو په وینا، ورزش د هغو ډلو انزوا کموي چې له ټولنې څخه څنډې ته شوي وي او د خبرو، یووالي او متقابل درناوي لپاره زمینه برابروي.

همدارنګه ویل شوي چې د اپرېل شپږمه د دې لپاره د ورزش نړیواله ورځ نومول شوې چې د سولې، دوامدار پرمختګ او ټولنیز یووالي په برخه کې د ورزش ارزښت لا روښانه شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام