Asset 1SWN

تورخم کې د غره ښویېدو پېښه؛ د درېوو افغانانو په ګډون شپږ کسان مړه شوي

People search for survivors next to a damaged supply vehicle after a landslide close to the Torkham border, Pakistan, April 18, 2023. REUTERS/Fayaz Aziz

په تورخم کې پرون سه‌شنبه د وري ۲۹مه د غر ښویېدنې له کبله د مړو شویو کسانو شمېر شپږو ته لوړ شوی چې درې یې افغانان دي.

د خېبرپښتونخوا د ژغورنې او مرستندویه چارو د ادارې مسوولانو نن چهارشنبه د وري ۳۰مه رسنیو ته ویلي چې د غر ښویېدنې په دې پېښه کې یې تراوسه د درېوو جسدونو پېژندګلوي کړې چې درې واړه یې افغانان دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د دې ادارې مسوولانو د درېوو نورو مړو شویو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده چې په یاده پېښه کې اته کسان ټپیان شوي هم دي.

سیمه کې لا هم د ژغورنې عملیات روان دي او د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د ډبرو او خاور لاندې شویو موټرو او انسانانو د راېستلو لپاره په عملیاتو کې ۳۰ موټر او سلګونه کسان برخه لري.

تراوسه معلومه نه ده چې په څومره شمېر سره موټر د غر ښوویېدنې له امله تر ډبرو او خاورو لاندې شوي، خو سیمه کې ځینو کسانو رسنیو ته ویلي چې شاوخوا ۲۵ موټر غره لاندې کړې دي.

تورخم کې له اوږدې مودې راهیسې د یوه ترمینل د جوړېدو چارې روانې دي او د سړک پراخولو لپاره له چاودېدونکو توکو کار اخیستل کېږي چې پرون یاده سیمه کې د چاودېدونکو توکو له چاودنې وروسته پر سړک ولاړو ځینو موټرو باندې غر ښوویېدلی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د یوشمېر پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې ګڼ‌شمېر لارۍ او موټرو افغانستان ته د اوښتو په تمه پر سړک لیکه جوړه کړې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام