په بدخشان کې محلي سرچینې سلام‌وطندار ته وايي چې په دغه ولایت کې د غره ښویېدنې له امله څلور کسان مړه شوي دي.

د سرچینې په وینا، دغه پېښه پرون د یاد ولایت د یاوان ولسوالي په «شولر پایان» کلي کې رامنځته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال سرچینې زیاتوي چې یادو کسانو د یوه غره لمن کې د سرو زرو پر چاڼ لګیا وو چې غر پرې ښويېدلی او ترې لاندې شوې دي.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معز‌الدین احمدي د یاد خبر د تایید ترڅنګ، وايي چې د شولرپایان کلي څلور اوسېدونکو د امو سیند ته نږدې د غره ښويېدنې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې هم په بدخشان کې ورته پېښې رامنځته شوي چې د دغه ولایت د اوسېدونکو ژوند اخیستی او یو‌شمېر یې ټپیان کړي هم دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام