Asset 1SWN

هېواد کې د سړې هوا له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۰۴ ته ورسېد

A man carrying gas canisters walks next to children along a street during snow fall in Kabul on January 11, 2023. (Photo by Wakil KOHSAR / AFP)

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان وايي چې هېواد کې د سړې هوا، سېلاب او ګازنیونې له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۰۴ ته رسېدلی دی.

د یاد وزارت ویاند شفېع‌الله رحیمي په یوه ویډیويي کلپ کې ویلي، د مرغومې له شلمې راپدېخوا ۵۰ هستوګنیز کورونه ویجاړ شوي او څه باندې ۷۰زره څاروي هم له‌منځه تللي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یادونې وړ ده چې هېواد کې د روان ژمي سړه هوا کمسارې ښودل کېږي. په ورته مهال د یو‌شمېر نړیوالو بنسټونو د معلوماتو پر بنسټ، د افغانستان څه باندې نیمايي وګړي بېړنیو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو هېواد کې د اسلامي امارت له لوري په نادولتي کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لامل شوی چې ګڼ‌شمېر بهرني مرستندویه بنسټونه افغانستان کې خپل فعالیتونه ودروي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام