یو‌شمېر هېوادوال وایي چې په هېواد کې د اوړو په ګډون د لومړنیو خوراکي توکو بیې دوه برابره لوړې شوي او خلک یې د پېرلو وس نه لري چې اړوند چارواکي یې باید مخه ونیسي.

 د سوېل ختیځې حوزې اوسېدونکي وايي، د اوړو د یوې بورۍ بیه چې وړاندې ۱۶۰۰ افغانۍ وه، د اسلامي امارت په راتګ سره یې بیه ۲۴۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

علي‌شاه چې د پکتیا ولایت اوسېدونکی دی وایي، په دغه ولایت کې د یوې بورۍ اوړو بیه ۲۴۰۰ افغانیو ته ختلې، خو خلک بې‌وزله دي او د پېرلو توان یې نه لري. هغه زیاتوي چې وزګارتیا ډېره شوې او د دغه ولایت اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

دا یوازې سوېل ختیځ ولایتونه نه دي چې د اوړو بیې پکې لوړې شوي، بلکې د هېواد یو‌شمېر نور ولایتونو کې هم د وړو په بیو کې لوړوالی راغلی.

د هېواد د شمالي ولایتونو اوسېدونکي هم وایي چې د دغه ولایتونو په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې ثابتې نه دي او په یوه شپه او ورځ کې د یوه جنس بیه تر۲۰۰ افغانیو پورې لوړېږي.

د بلخ ولایت اوسېدونکی تیمور سلام‌وطندار ته وایي چې د اوړو، غوړیو او وریجو بیې لوړې شوي او دوی له سهاره تر شپې کار کوي، خو بیا هم یوې ډوډۍ ته حیران وي. نوموړی له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د سوند او خوراکي توکو بیې دې راټيټې کړي.



په همدې حال کې د ننګرهار ولایت اوسېدونکي وایي، بازارونه د اسلامي امارت له لوري نه کنټرولېږي او دا چاره د دې لامل شوې چې سوداګر او خرڅوونکي د لومړنیو توکو بیې لوړې کړي.

په ورته مهال د هېواد د لوېدیځ نیمروز ولایت اوسېدونکې صدیقه د روان وضعیت څخه د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، که چېرته دغه وضعیت همداسې روان وي او اسلامي امارت یې د ښه کولو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته نه کړي، خلک به د ژوندي پاتې کېدو لپاره ناوړه کارونو ته لاس کړي.

بل‌خوا د کابل ښار د خوراکي توکو د ټولنې رییس کمال فرید ساپی د اوړو په ګډون د لومړنیو توکو د بیو لوړېدل مني او وایي، د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د بیو ټيټوالی د دې لامل شوی چې د وړو بیې لوړې شي.

 نوموړي زیاته کړه، «د ډالرو بیو لوړېدل سل په سلو کې پر هغو اجناسو اغېز لري چې له بهر څخه واردېږي. ځکه مونږ توکي په ډالرو اخلو او که ډالر مو په افغانیو ارزانه واخیستل جنس هم ارزانه اخلو. له قزاقستان څخه د وړو بیه لوړه شوې او طالبانو چې د کوم جنس محصول ټيټ کړی وو، اوس یې بېرته لوړ کړی.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د لومړنیو خوراکي توکو د بیو لوړېدو ترڅنګ، د سوند توکو بیې هم لوړې شوې دي. تراوسه روښانه نه ده چې اسلامي امارت به د بازار د کنټرول لپاره څه ډول اقدام وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام