Asset 1SWN

بدخشان کې سړې هوا اووه ماشومان مړه کړي

بدخشان

د بدخشان محلي مسوولان او اوسېدونکي وايي چې دغه ولایت کې په بې‌سارې توګه د هوا سړېدو او د امکاناتو نه موجودیت له کبله شپږ ماشومان مړه شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي وايي، په دې ډله کې پنځه ماشومان د شهر بزرګ ولسوالي په دوو کلیو او یو بل هم د فیض‌اباد ښار په اوومه ناحیه کې د سړې هوا له کبله مړ شوی دی.

په همدې حال کې د بدخشان په بهارک ولسوالي کې یوه سرچینه وايي چې سړې هوا یو ماشوم په دې ولسوالي کې هم مړ کړی دی.

احمدي زیاتوي چې یاد ماشومان د مرغومي میاشتې په ۲۴مه او ۲۵مه نېټه مړه شوي دي.

بله‌خوا د بدخشان په کشم او بهارک ولسوالیو کې ولسي سرچینې وايي چې سړې هوا او د برښنا نشتون خلک له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي دي.

د سرچینو په وینا، خلکو په وروستیو څو ورځو کې ګڼ‌شمېر څاروي هم د هوا د سوړوالي له کبله له لاسه ورکړي دي. سرچینې زیاتوي چې سړې هوا په بهارک او کشم ولسوالیو کې الوتونکي هم مړه کړي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د سلام‌وطندار د معلوماتو پر بنسټ، سړې هوا له څو ورځو راهیسې په نیمروز، سرپل، فاریاب، جوزجان، غور، بادغیس او بدخشان کې د ښځو او ماشومانو په ګډون، ۷۰ کسان مړه کړي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام