په نړۍ کې د معلولانو نړیواله ورځ داسې مهال نمانځل کېږي چې هېواد کې معلولان په خپل ټولنیز او فردي ژوند کې له ګڼو ننګونو سره مخامخ دي. یوشمېر دغو معلولانو د یکشنبې ورځ په کابل کې «د افغان او زیانمنو معلولانو» ټولنې لهخوا په جوړه شوې غونډه کې شکایت وکړ چې له کار او زدهکړو څخه د محرومیت او له دوی سره د خلکو ناسم چلن د بېوسۍ احساس ورکړی دی.
شکریه چې ۲۹ کلنه ده او ۲۰ کاله وړاندې یې په کور کې د راکېټ مرمۍ لګېدو پېښه کې خپله ښۍ پښه او چپه سترګه له لاسه ورکړي وايي، د معلولانو په اړه د خلکو ناسم لیدلوری یې تر هرڅه ډېره ځوروي او دا مسله لامل شوې چې ډېر کله په خپل کور کې پاتې شي.
په همدې حال کې یو بل معلول غلامبهاوالدین چې ۴۲ کاله عمر لري او ۲۵ کاله کېږي چې د ماین چاودنه کې یې خپله ښۍ پښه له لاسه ورکړې وايي، د معلولانو لپاره د اسانتیاوو نه موجودیت او د دوی وضعیت ته نه پام یې ژوند ور تریخ کړی دی.
هغه زیاتوي: «کله چې داسې چلن راسره کېږي، زړه مو ماتېږي. دا ستونزه له یوې خوا او بلهخوا مو ناوړه اقتصاد ځوروي. دوه زره افغانۍ چې راکوي، زموږ د ژوند لپاره نه بس کېږي. زه خپله څو میاشتې کېږي چې د برښنا پوروړی یم.»
د دې ترڅنګ، یوشمېر نور معلولان هم په دولتي ادارو او ټولنه کې د دوی لپاره د اسانتیاوو له نه موجودیت څخه سر ټکوي. د کابل پوهنتون د برېللیکد چاپخونې مدیر مسوول حسیبالله زهیر وايي، سره له دې چې خلک د معلولانو د حقونو په اړه پوهاوی نه لري، له کار او زدهکړو څخه د معلولانو محرومیت د دوی اندېښنې نورې هم ډېرې کړې دي.
نوموړی وايي: «موږ د معلولانو لپاره بورسیې نه لرلې، ولې په دولتي اداره کې یو معلول نه ګومارل کېږي؛ ځکه لیدل کېږي چې اداره څلورپوړیزه ده، لېفټ نه لري او معلول له یوه پوړ څخه پورته نهشي تللی. روغتونونه مو همداسې، بلبورډونه برېللیک نه لري، موږ ورته اړتیا لرو.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
خو د شهیدانو او معلولانو وزارت ویاند فیصل خموش وايي، پر داسې قانون یې کار پیل کړی چې پر بنسټ به یې د معلولانو ستونزې حل او دولتي ادارو کې ورته د کار اسانتیاوې برابرې شي.
د شهیدانو او معلولانو وزارت د شمېرو پر له مخې، تر دې دمه له دغه وزارت سره ۱۸۰ زره معلولان ثبت شوي دي.