روغتیا وزارت: افغانستان کې پر اېډز ناروغي د اخته کسانو شمېر کم شوی

د روغتیا نړیوال سازمان په ۱۹۹۸ کال کې د ډسمبر میاشتې لومړۍ نېټه «له ایډز ناروغي سره د مبارزې» نړیوالې ورځې په نوم ونوموله. له هغه را وروسته هر کال دغه ورځ د اېډز ناروغي په اړه د عامه پوهاوي او له اېډز سره د مبارزې په موخه د بودیجې ځانګړي کولو په موخه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې نمانځل کېږي.

د معلولانو نړیواله ورځ؛ «ټولنه کې د خلکو ناوړه چلن د بې‌وسۍ حس راکړی»

په نړۍ کې د معلولانو نړیواله ورځ داسې مهال نمانځل کېږي چې هېواد کې معلولان په خپل ټولنیز او فردي ژوند کې له ګڼو ننګونو سره مخامخ دي.
یوشمېر دغو معلولانو د یکشنبې ورځ په کابل کې «د افغان او زیانمنو معلولانو» ټولنې له‌خوا په جوړه شوې غونډه کې شکایت وکړ چې له کار او زده‌کړو څخه د محرومیت او له دوی سره د خلکو ناسم چلن د بې‌وسۍ احساس ورکړی دی.

خوست کې د خوارځواکۍ د مخنیوي درې‌ورځنی کمپاین پیل شوی

د خوست د عامې روغتيا رياست مسوولان وايي، په دغه ولايت کې يې د يونيسف په مالي لګښت او د هدف موسسې په تخنيکي همکاري د اوسپنې، پوليک اسید او منرالونو د ورکړې درې‌ورځنی کمپاين پيل کړی دی.
د خوست د عامې روغتيا رياست مرستيال عبدالرحمان زاهد وايي، ياد کمپاين پرون شنبه پيل شوی او درې‌ ورځې به دوام وکړي.

د دایکندي د احصایې او معلوماتو د رییس موټر رغړېدلی او دی په‌کې مړ دی

د دایکندي محلي مسوولان وايي، د دغه ولایت د احصایې او معلوماتو رییس محمدالهام اغا په یوه ټرافیکي پېښه کې مړ شوی دی. د دوی په وینا، دا ټرافیکي پېښه پرون (د لیندۍ یوولسمه، د شنبې ورځ) د دایکندي په پاتو ولسوالي کې شوې ده.

له وخته مخکې د وېښتانو سپینېدل؛ ایا مخنیوی یې شونی دی؟

د کابل یوشمېر اوسېدونکو له سلام‌وطندار سره په مرکو کې ویلي چې اوس له وخته مخکې د ځوانانو د وېښتانو سپینېدل زیات شوي دي. د دوی په وینا، نننی له ستونزو ډک ژوند او د خلکو ترمنځ ډېره سیالي پر ځوانانو اروايي فشارونه زیات کړي او د خوراکي توکو کیفیت هم ټیټ شوی چې له کبله یې انسان ژر زړېږي او وېښتان یې هم له وخته مخکې سپینېږي.

د کندهار په سپین‌بولدک کې ۱۱۰ کسان د کلدارې راکړې‌ورکړې په تور نیول شوي

د کندهار ولایت د سپین‌بولدک ښاروالي کې د ښاري حکومتولۍ مدیر او ویاند عبدالله میوند سلام‌وطندار ته ویلي چې شاوخوا ۱۱۰ هټۍ‌وال او پېرودونکي یې په بهرنیو اسعارو د راکړې‌ورکړې په تور نیولي دي. د نوموړي په وینا، تېره اوونۍ یې هم شاوخوا سل کسان د بهرنیو اسعارو د راکړې‌ورکړې له امله نیولي وو.