Asset 1SWN

د دایکندي د احصایې او معلوماتو د رییس موټر رغړېدلی او دی په‌کې مړ دی

رییس-احصائیه-و-معلومات-دایکندی-qg9bbtwjoeydkx1j38lqs66903nk5m9hngj9gwv3ig

د دایکندي محلي مسوولان وايي، د دغه ولایت د احصایې او معلوماتو رییس محمدالهام اغا په یوه ټرافیکي پېښه کې مړ شوی دی. د دوی په وینا، دا ټرافیکي پېښه پرون (د لیندۍ یوولسمه، د شنبې ورځ) د دایکندي په پاتو ولسوالي کې شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د دایکندي د اطلاعاتو او کلتور رییس سیدمصطفی صالح سلام‌وطندار ته ویلي چې یاده پېښه پرون سهار شاوخوا لس بجې شوې او درې نور کسان په‌کې ټپیان شوي دي.

صالح زیاتوي چې د محمدالهام اغا موټر د پاتو ولسوالي اړوند په تمزان کوتل کې له سړک څخه اوښتی او رغړېدلی دی.

د دایکندي د اطلاعاتو او کلتور رییس وايي، د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې هم د ډاډ وړ دی. د دایکندي محلي مسوولان د دې پېښې د لامل په اړه جزیات نه ورکوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د سړکونو خرابوالی او د موترچلوونکو بې‌غوري د هېواد په ډېری ولایتونو کې د ټرافیکي پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام