Asset 1SWN

بغلان کې د ټرافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او څلور ټپیان شوي

1e276fb3-3e5e-4915-8fa5-c1d29106e4e3

د بغلان امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په اړوند سیمه کې د یوې ټرافیکي پېښې پرمهال دوه کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان دي.

د بغلان د ټرافیکو مدیریت مسوولانو نن شنبه د وري ۱۹مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې پېښه نن له غرمې وروسته د یاد ولایت د مرکز پلخمري ښار اړوند «بالا دوري» سیمه کې رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د مسوولانو په وینا، پېښه د «ټېلر» او «پاسو» موټر د ټکر له کبله رامنځته شوې چې پرمهال یې دوه کسانو خپل ژوند بایللی او څلور ټپیان دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د پېښې ټپیان د پلخمري ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.

خبرپاڼه کې د پلخمري ولایتي روغتون د ډاکټرانو له قوله ویل شوي چې د یوه ټپي روغتیايي وضعیت نازک دی. په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه پېښه داسې مهال کېږي چې له دې وړاندې هم یاد ولایت او د هېواد په ځینو نورو ولایتونو کې هم ورته پېښې رامنځته شوي چې مسوولان یې لامل تر ډېره د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي او د سرکونو خرابوالی یادوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام