د روزګان امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت مرکز ترینکوټ ښار اړوند سیمه کې پرون دوشنبه د وري ۲۸مه د یوې ښځې جسد موندل شوی دی.
د یاد ولایت د امنیتي مسوولانو په وینا، دغه ښځې په ډزو وژل شوې او جسد یې د ترینکوټ ښار اړوند د «پیروشي» نومې سیمه کې پیدا شوی دی.
د روزګان د امنیې قومنداني د امنیت امر مولوي امین سلاموطندار ته ویلي چې ښايي یادې ښځې په خپله ځانویشتی و، خو زیاتوي چې د پېښې په تړاو یې ځینې کسان د پلټنو لپاره نیولي دي.
بلخوا یوې سرچینې بیا د نوم نه ښودلو په شرط، سلاموطندار ته ویلي، دغه نجلۍ چې «واده» یې نهو کړی د ناپېژنده کس له لوري د ټوپک په یوې مرمۍ وېشتل شوې او وژل شوې ده.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
روزګان کې داسې مهال د یادې نجلۍ جسد موندل کېږي چې له دې وړاندې هم دغه ولایت او د هېواد په ځینو نورو سیمو کې د ناموس په نوم، کورني تاوتریخوالي او نورو لاملونو له کبله ورته پېښې رامنځته شوي دي.