Asset 1SWN

د سوداګرۍ او پانګونې خونه: ا.ا دې د مالیې ورکوونکو کاروبار ته په کتو د مالیې کچه وټاکي

ACCI

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د خصوصي سکټور یوشمېر مسوولان د ا.ا د هغې طرحې هرکلی کوي چې له مخې به یې له خصوصي سکټور څخه کمه مالیه اخیستل کېږي.

د افغانستان د سوداګرې او پانګونې خونې رییس یونس مومند د یکشنبې ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې پر خصوصي سکټور د مالیې له کمېدو سره سره لا هم افغان سوداګر له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، د افغانانو اقتصادي وضعیت ته په کتو په‌کار ده چې له نورو هېوادونو د مالیې اړوندو را کاپي شویو قوانینو پر بنسټ نه، بلکې د خلکو کاروبار ته په کتو د مالیې کچه وټاکل شي.

په ورته وخت کې یوشمېر افغان سوداګر شکایت کوي چې له هېواده د یوشمېر توکو د صادرولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي او په خبره یې، پرېمانه مالیه ترې اخیستل کېږي.

یو افغان سوداګر محمداسماعیل چې له هېواده وچه مېوه صادروي وايي، دوه سلنه مالیه ورکول ورته سخت پرېوځي او حکومت باید د هېواد اقتصادي وضیعت ته په کتو پر خلکو مالیه ولګوي. نوموړی زیاتوي چې ا.ا باید پر صادراتو د مالیې کچه له یو سلنې هم را ټیټه کړي.

بله‌‌خوا د بهرنیو هېوادونو ویزو ته نه لاسرسی بله هغه ستونزه ده چې ګڼ‌شمېر افغان سوداګر ورسره لاس او ګرېوان دي. یو افغان سوداګر موسی‌احمد وايي، مخکې به یې بېلابېلو هېوادونو ته کاري سفرونه کول، خو له تېرو دوو کلونو راهیسې د سفارتونو تړل کېدو له کبله یې د هېڅ هېواد ویزه نه‌ده اخیستې.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

هغه زیاتوي چې پیسې یې په هند کې بندې دي او دی ویزه نه لري؛ ځکه یې نه یوازې سوداګرۍ ته دوام ورکړی، بلکې هلته شته پیسې یې هم پر خپل ځای پاتې دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو په دې خبري ناسته کې له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې د ټرانزیټ، سوداګرۍ او صنعت برخې ته نه یوازې پام وکړي، بلکې بشپړ ملاتړ دې یې هم وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام