Asset 1SWN

د افغانستان بهرني سیاست په اړه غونډه؛ ا.ا: افغانستان به د هېڅ اېتلاف غړی نه‌شي

14011113000309_Test_PhotoN

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي نن په علومو اکاډمي کې د افغانستان د بهرني سیاست په اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، په هېواد کې د سولې او ثبات د راتلو او د سیمه‌ییزو شخړو د مخنیوي لپاره د افغانستان بې‌طرفي اړینه ده. د نوموړي په وینا، ا.ا غواړي چې افغانستان یو خپلواک او بې‌‌طرفه هېواد پاتې شي او د هېڅ پوځي اېتلاف غړیتوب به ونه مني.

هغه ټینګار کوي چې ا.ا غواړي له ګاونډیو هېوادونو او د نړۍ له سترو او ځواکمنو هېوادونو سره مثبت تعامل ولري. «ا.ا غواړي چې افغانستان یو خپلواک هېواد پاتې شي او د هېڅ اېتلاف غړی نه‌شي. تل خپله بې‌طرفه وساتي او له ټولو هېوادونو سره به تعامل ولري. له ټولو هېوادونو هم غواړو چې زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست هم د یوې ویناپاڼې په خپرولو سره په بهرني سیاست کې پر بې‌طرفۍ او برابرۍ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان بهرنۍ پالیسي تر ډېره پر اقتصاد ولاړه ده.

د بهرنیو چارو وزارت د دفتر رییس محب‌الله وثیق په دې اړه وايي: «د افغانستان بهرنی سیاست د معنوي ارزښتونو او ملي ګټو پر بنسټ جوړ شوی او پر بې‌طرفۍ، توازن او اقتصادمحوره سیاست ټینګار کوي. هېچا ته اجازه نه ورکوي د افغانستان له خاورې نور هېوادونه وګواښي او نورو هېوادونو ته هم اجازه نه ورکوي چې د افغانستان امنیت ته ګواښ واوسي.»

د دې ترڅنګ، په علومو اکاډمي کې د افغانستان د بهرني سیاست په اړه د جوړې شوې غونډې یوشمېر ګډونوال د بهرني سیاست په برخه کې د ستونزو مشخصولو لپاره د دا ډول غونډو جوړول مهم بولي او په بهرنۍ پالیسي کې د حل‌لارو پر موندلو ټینګار کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه دلته وڅارئ

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال لطف‌الله خیرخواه او د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون رییس سیدبشیراغا هاشمي وايي:

«باید د بهرني سیاست پر وړاندې خنډونه را څرګند او د حل لپاره یې وړاندیزونه وشي. کومې مقالې چې په دې برخه کې لیکل کېږي، باید په پراخه کچه خپرې شي.»

«د افغانستان بهرنی سیاست اوس ډېر نظري دی. د پوهنتون استادان او څېړونکي باید خنډونه او ننګونې په نښه او حل‌لارې ورته ومومي. دا ډول غونډې دې هم ډېرې جوړې شي.»

باید وویل شي چې اسلامي امارت له دې وړاندې ویلي و چې د سرپرست حکومت د بهرني سیاست پر جوړولو کار روان دی، خو تر اوسه یې منځپانګه او جزیات له رسنیو سره نه‌دي شریک کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام