د افغانستان د عدالت او توسعې ګوند له اسلامي امارت څخه غوښتنه وکړه چې د خپل بهرني سیاست تګ‌لاره دې بدله کړي.

د دغه ګوند مشر سید جواد حسیني نن کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د اسلامي امارت بهرنی سیاست باید بدلون ومومي او له ملي ګټو سره سم جوړ شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د حسیني په باور هغه تګلاره چې اسلامي امارت غوره کړې، له اتو میاشتو وروسته لا هم نه دی بریالی شوی چې په رسمیت وپېژندل شي.

نوموړی د نجونو ښوونځیو تړل پاتې کېدو، د بشر حقونو وضعیت او پراخ‌بنسټه حکومت ته په اشارې سره وویل، اسلامي امارت باید د نړیوالو هغه غوښتنې ومني چې له ملي ګټو او افغاني ټولنې سره ورته‌والی ولري.

په همدې حال کې د نړیوالو چارو شنونکی طارق فرهادي وايي، د اسلامي امارت له لوري پر کړیو ژمنو نه‌عمل، لامل شوی چې دوی د نړیوالو پر وړاندې خپل باور له لاسه ورکړي.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «اوس د دنیا پر وړاندې د افغانستان د حکومت کرېدټ کارټ خلاص شوی او څوک نشته چې کرېډټ ورته ورکړي، دا لویه ستونزه ده.»

له دې سره هم‌مهاله د اسلامي امارت مسوولان وايي چې د دوی بهرنی سیاست فعاله دی او له ګڼ‌شمېر هېوادونو سره اړیکې لري.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي سلام‌وطندار ته وویل چې په نړیوالو ناستو کې د اسلامي امارت د چارواکو ګډون او د یو‌شمېر هېوادونو له لوري د دوی د ډيپلوماتانو منل، د اسلامي امارت د ښه بهرني سیاست پایلې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې نړیوالې ټولنې په تېرو اتو میاشتو کې له افغانستان سره د درې میلیارده ډالرو په ارزښت بشردوستانه مرستې وکړې، خو له دې سربېره لا هم افغانستان کې اقتصادي او سیاسي ناورین نه دی راکم شوی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام