Asset 1SWN

کابلوف: د ا.ا استازي به د افغانستان په اړه د مسکو غونډه کې ګډون ونه کړي

Zamir-Kabulov-px7jb6afzdo0qn3pt3ipyuggl78dweb1b1gdh30byg

د افغانستان په اړه د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د پنجشنبې په ورځ له ټاس خبري اژانس سره مرکه کې ویلي چې د اسلامي امارت استازي به د افغانستان په اړه د مسکو مشورتي ناسته کې ګډون ونه کړي.

کابلوف ویلي: «د اسلامي امارت پلاوی به [په غونډه کې] ګډون ونه کړي. دا یوازې د مسکو فارمټ د غړیو لپاره ده.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

ټاس خبري اژانس لیکلي چې ټاکل شوې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ مشورتي غونډه د نومبر میاشتې په منځ کې جوړه شي.

د روسیې، چین، هند، ایران، پاکستان، قزاقستان، قرغېزستان، تاجکستان، ترکمنستان او اوزبکستان استازي به په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د مسکو فارمټ تېره غونډه د ۲۰۲۱ کال په اکټوبر کې جوړه شوې وه. په یاده غونډه کې د رییس‌الوزرا د دویم مرستیال عبدالسلام حنفي په مشري د اسلامي امارت یوه پلاوي ګډون کړی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام