د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د روسیې پلازمېنې مسکو کې د افغانستان سفارت د اسلامي امارت له خوا استول شوي ډیپلوماټ ته وسپارل شو.

د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي نن په خپل ټويټر کې ليکلي چې دغه وزارت د روسيې له حکومت څخه د دواړو هېوادونو ترمنځ داړیکو تامین په خاطر  د دوی ډيپلوماټ ته د باورلیک  ورکولو څخه مننه کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه‌راز، لیکلي، د اسلامي امارت د افغانستان د مشروع حکومت په توګه حق لري چې له هېواد څخه بهر دافغانستان د سياسي استازوليو د مدیریت مسوولیت واخلي او نړۍ سره مسوولانه تعامل ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت حکومت له واکمنېدو څخه شاوخوا ۸ میاشتې تېرېږي، خو تراوسه یو هېواد هم دغه حکومت په رسمیت نه دی پېژنړلی او اسلامي امارت سره ډیپلوماټیکې اړیکې نه لري. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف څو موده مخکې ویلي و چې نړیواله ټولنه باید په فعاله توګه له اسلامي امارت سره همکاري وکړي او د دوی د حکومت په رسمیت پېژندلو کې اقدام وکړي.

سرګي لاوروف همداراز ټینګار کړی و چې ټول‌شمولیت باید د اسلامي امارت په حکومت کې یو مهم عنصر وي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې چین په دې وروستیو کې په بیجېنګ کې د افغانستان په سفارت کې د اسلامي امارت د یوه ډیپلوماټ له شتون سره  موافقه کړې ده. اسلامي امارات د افغانستان، ازبکستان او پاکستان سفارتونو ته هم خپل ډیپلوماټان استولي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام