د افغانستان لپاره د امریکا سفارت سرپرست یان مک‌کري له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو د ښوونځیو نه پرانستل کېدل «ډېره ناهیلې کوونکې» بللې ده.

نوموړي نن پر خپل ټویټرپاڼه د اسلامي امارت له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو  د ښوونځیو د نه پرانستل کېدو  په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت چارسمبالي د اسلامي امارت دا پرېکړه «ډېره ناهیلې کوونکې او د دوی له ژمنو او څرګندونو سره په ټکر کې بللې.» نوموړي ټيڼګار کړی چې د «افغانستان ټول ځوانان د زده‌کړو وړتیا لري.»

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د اسلامي امارت پوهنې وزارت اعلان وکړ چې د ۱۴۰۱ کال د وري میاشتې په درېیمه نېټه به په ټول هېواد کې د نجونو او هلکانو زده‌کوونکو پرمخ به د ښوونځیو دروازې پرانستل شي.

ټاکل شوې وه چې له میاشتو وروسته د نجونو زده‌کوونکو ښوونځي نن بیاپرانستل شي، خو پوهنې وزارت اعلان وکړ چې د نجونو منځني او لېسه ښوونځي به تر بلې خبرتیا پورې تړلي پاتې وي.

د اسلامي امارت د پوهنې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، هر کله چې د شریعت او افغاني دود او فرهنګ سره سم د ښوونځیو لپاره لباس جوړ شو، هغه وخت به د اسلامي امارت د رهبرۍ له حکم سره سم ښوونځي بېرته پرانستل شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نجونو د ښوونځیو نه پرانسته له ګڼو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې ده. افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولي یا یوناما د پوهنې وزارت له لوري له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو بیا تړل‌کېدلو په اړه خواشیني څرګنده کړې ده. د بښنې نړیوال سازمان هم په دې اړه خپلې اندېښنه ښودلې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام