Asset 1SWN

ندیم: درې ولایتونو کې په ۲۱۸ میلیونه افغانیو د لوړو زده‌کړو لپاره نیمه‌کاره ودانۍ جوړوو

WhatsApp Image 2023-12-09 at 18.25.39_3c906152

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست ندامحمد ندیم زابل ته د سفر پر مهال ویلي چې دغه وزارت په درېوو ولایتونو کې په ۲۱۸ میلیونه افغانیو څلور نیمه‌کاره ودانۍ جوړوي. د نوموړي په وینا، یادې ودانۍ چې یوه یې په زابل، یوه په نیمروز او دوه په کندهار کې دي، د ا.ا د مشر هبت‌الله اخوندزاده د ځانګړي حکم پر بنسټ جوړېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه وايي، سره له دې چې د سږ کال په پرمختیايي بودیجه کې یې د یادو ودانیو د جوړولو لپاره بودیجه نه لرله، خو د مشر د ځانګړي حکم له مخې ورته بودیجه په پام کې ونیول شوه.

په ورته وخت کې د زابل د والي مرستیال محب‌الله حماس وايي، که څه هم په دې سره د زابل د لوړو زده‌کړو موسسې اړتیاوې تر ډېره بریده پوره کېږي، خو په خبره یې، دا بسنه نه کوي او هیله لري چي په راتلونکي کال کې په یاده موسسه کې ځینې نورې رغنیزي چارې هم سر ته ورسېږي .

هغه زیاتوي: «موږ هیله لرو چې راتلونکی کال په یاده موسسه کې د شرعیاتو پوهنځي او یوه جومات ودانیزې چارې هم پیل شي. منظوري یې راغلې، خو خبره یوازې بودیجې ته پاتې ده. موږ هڅه کوو چې د محصلانو اړتیاوې پوره کړو.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له تېر جمهوري اسلامي نظام څخه ګڼ‌شمېر بشپړې او نیمه‌کاره ودانۍ پاتې دي او میلیونونه افغان نجونې پوهنتون او د لوړو زده‌کړو موسسو ته د تګ اجازه نه لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام